د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو پر بشپړ وتو او تلپاتې اوربند د حماس د مشر ټینګار


د فلسطیني اسلامپالې ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه
د فلسطیني اسلامپالې ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه

د فلسطیني اسلامپالې ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه وایي، دا ډله په غزه کې د یوه اوربند لپاره پرخپلو شرایطو ولاړه ده.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي هنیه وویل چې حماس پر خپلو غوښتنو ولاړه ده چې پکې دایمي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او خپلو کورونو ته د ټولو بې ځایه شویو خلکو بیرته ستنیدل شامل دي.

اسراییلي چارواکي د روانې اونۍ په پیل کې د یوه اوربند د ټینګیدو لپاره د نویو هڅو په ترڅ کې د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللي وو، خو یوه فلسطیني چارواکي وویل چې تراوسه د پرمختګ کومه نښه نه ده لیدل شوې.

ښاغلي هنیه د القدس د ورځې په مناسبت په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې حماس پرخپلو دې شرطونو ولاړه ده او د دې ترڅنګ باید پرېښودل شي چې د غزې اوسیدونکو ته د اړتیا وړ موادو مرستې ورسیږي.

هغه همدارنګه وویل چې غزه باید ورغول شي، کلابندي یې باید ختمه شي او د ده په خبره، د بندیانو د تبادلې یوه ویاړلې موافقه باید ترلاسه شي.

د رویترز د راپور له مخې، د بندیانو د تبادلې په اړه د ښاغلي هنیه اشاره د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو ته وه چې په بدل کې به یې حماس له ځان سره یرغمل شوي اسراییلیان آزادوي.

د روانې جګړې دوام غزه په داسې کنډوالو بدله کړې ده
د روانې جګړې دوام غزه په داسې کنډوالو بدله کړې ده

حماس د تېرکال د اوکتوبر پراومه د اسراییل پر قلمرو په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د مخکیني لنډمهاله اوربند په ترڅ کې حماس په لسګونو یرغمل د اسراییل له زندانونو د په سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې آزاد کړل، خو ویل کیږي چې تراوسه له سلو زیات یرغمل له دې ډلې سره دي.

د راپور له مخې اسراییل ویلي، په غزه کې یوازې یوه لنډ مهاله اوربند ته لېواله دی ترڅو یرغمل آزاد شي خو حماس ویلي چې دوی به یوازې د داسې یوه جوړجاړي د یوې برخې په توګه آزاد کړي چې په غزه کې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

خو د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسراییلي ځواکونه پلان لري چې د غزې تړانګې جنوبي برخې، رفح ته چې شاوخوا یونیم ملیون کسانو پکې پناه اخیستې، ننوځي.

په عین حال کې په دوحه کې د قطرصدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثانی پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د یوه اوربند لپاره خبرې له په ټپه دریدلي حالت سره مخامخ شوي او یو مهم علت یې دادی چې دواړه لوري د فلسطینیانو د قلمرو مختلفو سیمو ته د بې ځایه شویو خلکو د بیرته ستنیدو په اړه اختلاف لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG