د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

نړۍ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې په اړه د سعودي چارواکو سره غږیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن یکشنبه او سبا دوشنبه په سعودي عربستان کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت د هڅو په لړ کې خبرې کوي.

د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو دا خبر پرون ورکړی او زیاته کړې یې ده چې فیدان به په ریاض کې د اسلامي همکاریو سازمان او د عرب لیګ له غړو سره هم وګوري.

یوې سرچینې پرون د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هاکان فیدان به په سعودي عربستان کې د لوېدیځو هېوادونو له ګڼو بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ میاشتې پر ۲۵مه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه په کې شوې، خو دا اوربند لا نافذ شوی نه دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د تاتارستان جمهوریت سترې محکمې د "السو کورماشېوا" د استېناف غوښتنه رد کړې

Journalist Alsu Kurmasheva attends a court hearing in Kazan
Journalist Alsu Kurmasheva attends a court hearing in Kazan

د روسیې د تاتارستان جمهوریت سترې محکمې د ازادي راډیو د روسي څانګې د خبریالې السو کورماشېوا د استېناف هغه غوښتنه رد کړې چې د دې د توقیف د مودې د تمدید د حکم پر وړاندې یې وړاندې کړې وه.

قاضي رضوان یوسوپوف نن د تاتارستان د مرکز کازان د ناحیوي محکمې هغه حکم تایید کړ چې د مېرمن کورماشېوا د توقیف موده یې د اګست میاشتې تر پنځمې پورې وغځوله.

کورماشېوا په پراګ کې د آزادۍ راډیو په مرکز کې د ژورنالیستې په توګه کار کوي او د روسیې او امریکا دوه ګونی تابعیت لري. نوموړې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتلسمې راهیسې په توقیف کې ده، تورنه ده چې د بهرني اجنټ په نوم قانون څخه یې سرغړونه کړې او د روسیې د پوځ په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي. د دې تور لپاره د روسیې په قوانینو کې د لس کلن بند سزا په پام کې نیول شوې.
مېرمن کورماشېوا، د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو چې نوموړې کار ورسره کوي او د هغې پلویانو دا تورونه رد کړي دي.


امریکا د تړلو دروازو تر شا د "ایوان ګریشکوویچ" پر محاکمې اندېښنه وښوده

 د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګریشکوویچ چې دا مهال روسیه کې د جاسوسۍ په تور بندی دی.
د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګریشکوویچ چې دا مهال روسیه کې د جاسوسۍ په تور بندی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې له‌خوا د تړلو دروازو ترشا د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګریشکوویچ د محاکمه کېدو د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

روسیې نوموړی په جاسوسۍ تورن کړی، خو په دې اړه یې کره شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو او والسټریټ ژورنال ورځپاڼې دغه تور رد کړی دی.

متحدو ایالتونو ویلي چې په مسکو کې به د دوی د سفارت استازي هڅه وکړي چې د هغه د محاکمې په جریان کې چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې ترسره شي، ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې محاکمه کې د دوی حضور یو مهم لومړیتوب دی، خو ډېرې هڅې به وکړي چې بالاخره ګریشکوویچ او د هغه امریکایي همکار پول ویلان هېواد ته ستانه کړي او دا د دوی اصلي هدف دی.

د ایران یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله نهه کسان مړه شوي

اور نن سې شنبې ماسپښین مهال د رشد ښار په قائم روغتون کې لګېدلی و چې د ایران د دولتي تلوېزیون د خبر له مخې په مړو شویو کې شپږ ښځې او درې سړي دي.
اور نن سې شنبې ماسپښین مهال د رشد ښار په قائم روغتون کې لګېدلی و چې د ایران د دولتي تلوېزیون د خبر له مخې په مړو شویو کې شپږ ښځې او درې سړي دي.

په ایران کې په یوه روغتون کې د اور لګېدو په نتیجه کې نهه کسان مړه شوي دي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې اور نن سې شنبې ماسپښین مهال د رشت ښار په قائم روغتون کې لګېدلی و چې د ایران د دولتي تلوېزیون د خبر له مخې په مړو شویو کې شپږ ښځې او درې سړي دي.

د رشد د اور وژنې د ادارې مشر شهرام مومني ویلي چې د روغتون تر ځمکې لاندې خونه کې چېرې چې د جدي پاملرنې واټ فعالیت کوي، د برښنا سرکټ د خرابوالي له امله دغه اور لګېدلی دی.

هغه ویلي چې د بېړنیو چارو کارکوونکو د ناروغانو او د روغتون د کارکوونکو په ګډون له ۱۴۰ زیات کسان ژغورلي چې ۱۲۰ یې په نورو روغتایي مرکزونو کې بستر شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.

ایراني رسنۍ کله ناکله په روغتونو او کلینیکونو کې د اور لګېدنې راپورونه ورکوي چې معمولاً تخنیکي ستونزې یې اصلي لاملونه بولي.

په ۲۰۲۰م کال د تهران په شمال کې په یوه روغتیایي کلینیک کې د ګازو د لیک له امله چاودنه کې د نولس کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

پوتین د لګېدلو بندیزونو په برخه کې د شمالي کوریا له ملاتړه مننه وکړه

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د روغبړ پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له شمالي کوریا څخه مننه وکړه چې د اوکراین د جګړې له کبله د لګېدلو بندیزونو په برخه کې د روسیې ملاتړ کوي.

پوتین نن د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره له غونډې مخکې وویل چې د دوی دواړو هېوادونه به د امریکا د بندیزونو پر وړاندې په ګډه مقابله وکړي.

د پوتین دا څرګندونې څو ساعته مخکې له دې چې په دوه ورځني سفر پېونګ یانګ ته ورسېږي د شمالي کوریا رسنیو خپرې کړې.

دا سفر داسې مهال کېږي چې روسیې او شمالي کوریا د امریکا پر وړاندې خپل اتحاد پیاوړی کړی دی.

بلوچستان کې ترافيکي پېښه؛ پنځه پوليس مړه او دوه ژوبل شوي

ارشیف:په پاکستان کې ترافیکې پېښې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ارشیف:په پاکستان کې ترافیکې پېښې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان په لسبېله کې په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه پوليس مړه او دوه ژوبل شوي دي.

د لسبيلې ضلعې د پوليسو مشر نوید عالم په خبره، دا پېښه پرون د جون پر ۱۷مه د کوټې او کراچې پر لويه لاره په اوتل سيمه کې هغه وخت وشوه کله چې یو موټر د پوليسو له ګاډي سره ټکر وکړ.

د نوموړي په خبره، د پوليسو موټر واوښت چې درې پوليس سرتېري پر هغه ځای په‌کې مړه شول او دوه نورو وروسته ساه ورکړه.

عالم زياته کړه چې د ټکر وهونکي ناپېژندلي موټر لټون روان دی.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او دغه راز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې په‌کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

تر دې وړاندې، د جون پر شپږمه هم په لسبېله کې په يوه ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او ۱۲ ژوبل شوي وو.

د حکومت ضد لاریون کوونکو په بیت‌المقدس کې د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه

په بیت المقدس کې د لاریونونو یو انځور
په بیت المقدس کې د لاریونونو یو انځور

د حکومت ضد لاریون کوونکو د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه.

دوی هڅه کوي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو له واکه لرې کړي.

د پارلمان مخته زرګونو کسان راټول شوي وو او قصد یې درلود چې د نتنياهو شخصي کور په لور لاریون وکړي.

ایتلافي حکومت، چې د جګړې په پیل کې جوړ شوی و، د دوو پخوانیو منځلارو جنرالانو بیني ګانتز او ګادي آیزنکوټ په استعفا سره منحل شو.

صدراعظم نتنیاهو اوس په افراطي ښي اړخو سخت دریځو تکیه کوي چې د دوی سخته اجنډا حتی د اکټوبر په اوومه د حماس له‌خوا په اسراییلو باندې تر برید دمخه هم په حکومت کې لوی درز رامنځته کړی و.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي او د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د دغې ډلې له حملې سره په غزه کې روانه جګړه پیل شوه چې له اتو میاشتو راهیسې په شدت دوام لري.

سټولټنبرګ: له روسیې سره د چین مرستې په اوکراین کې د روسیې د یرغل موده اوږدوي

ینس ستولتنبرگ، سرمنشی ناتو
ینس ستولتنبرگ، سرمنشی ناتو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ وویل چې چین له روسیې سره تخنیکي مرستې کوي او دا مرستې په اوکراین کې د روسیې د یرغل موده اوږدوي.

هغه له بېجېنګ څخه وغوښتل چې د دغه ملاتړ د عواقبو په انتظار دې وي.

ینس سټولټنبرګ په واشنګټن کې وویل چې "پېکېنګ نه‌شي کولی دواړه خواوې ولري. او که چین لاره بدله نه کړي نو متحدین باید قیمت ورباندې تحمیل کړي. باید ځينې عواقب ولري."

د ایټالیا په سواحلو کې د کښتیو ډوبېدو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او ۶۴ نور تري تم دي

د ایټالیا سواحلو کې د ډوبې شویو کښتیو یو انځور
د ایټالیا سواحلو کې د ډوبې شویو کښتیو یو انځور

خیریه ټولنې او ملګري ملتونه د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۱ کډوالو د مړینې او د ۶۴ تنو نورو د تري تم کېدو خبر ورکوي.

د جرمني یوې خیریه ټولنې چې په سیمه کې د ژغورنې یوه کشتۍ لري وايي، ژغورونکو یې له یوې ډوبې شوې لرګینې کښتۍ څخه ۵۱ کسان ژغورلي چې دوه تنه یې بېسده وو او د همدې کښتۍ په کوزنۍ برخه کې یې د لسو کسانو مړي موندلي دي.

دې ټولنې پر خپله ایکسپاڼه د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د دوی همکاران له دې کبله خپه او قهرجن دي.

دا تولنه همداراز وايي، د ژغورل شوي کسان یې د ایټالیا ساحلي ساتونکو ته سپارلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" UNHCR نن له دې جرمنۍ ټولنې سره په ګډ بیان کې وویل، په دې کښتیو کې سپاره کډوال د سوریې، مصر، پاکستان او بنګله‌دېش وګړي وو.

شمالي کوریا ته د پوتین سفر؛ له اون سره په پوځي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کریملین خبر ورکړی چې ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا سه شنبې شمالي کوریا ته دوه ورځنی سفر پیل کړي.

د کریملین د بیان له مخې تمه ده چې پوتین به د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په پوځي برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي پر پیونګ یانګ تور لګوي چې له روسیې سره د پوځي ټکنالوژۍ او نورو مرستو په بدل کې د اوکراین په جګړه کې د توپچي، توغندیو او پوځي تجهیزاتو په برخو کې مرستې کوي، خو مسکو او پیونګ یانګ دواړو روسیې ته د شمالي کوریا د وسلو د استولو تورونه رد کړي دي.

د اسراییل صدراعظم د خپل هېواد کابینه ړنګه کړه

د اسراییل د کابینې یو انځور
د اسراییل د کابینې یو انځور

د اسراییل صدراعظم د خپل هېواد د جګړې کابینه، چې د غزې د جګړې له پیله یې د جګړې په پرېکړو کې مرکزي رول درلود، ړنګه کړه.

بنیامین نتنیاهو نن دوشنبې د جون ۱۷مه د حکومت وزیرانو ته خبر ورکړ چې د جګړې د کابینې په منحلولو سره به اوس د وزیرانو له یوې محدودې ډلې سره په مشوره "حساسې پرېکړې" کوي.

نتنیاهو د جګړې د کابینې د منحلولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د حکومت له ایتلاف څخه دوه جګپوړي وزیران بني ګانتز او ګادي ایسنکوټ او د هغو ګوند "هیوادني اتحاد" رسماً ووتل.

بني ګانتز او ګادي ایسنکوټ چې دواړه د اسراییل د پوځ پخواني لوی درستیزان وو، د تېر کال د اکټوبر په ۷مه نېټه د اسراییل پر خاوره د حماس د سختدریځې ډلې له بریده یوه اوونۍ وروسته د دې لپاره په ايتلافي حکومت کې شامل شول چې د جګړې د ملاتړ لپاره د حکومت په پرېکړو کې برخه واخلي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي.

بني ګانټز او ګادي ایسنکوټ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د جګړې په کابینه کې د دوی د پاته کېدو وخت پای ته رسېدلی او نور د نتنیاهو پر پرېکړو اغېز نه شي کولی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG