د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د نتانیاهو خبرداری: ځواکونه به مو پر رفح ښار برید وکړي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د زغم له غوښتنو سره- سره د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د غزې تړانګې په جنوبي ښار رفح کې به پوځي عملیات پیلېږي.

دغه ښار ته ګڼو فلسطینیانو له جګړو پناه وړې ده.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، نتنیاهو پرون سې شنبه وویل، که د اوربند پر موافقه سلا وشي، یا ونه شي، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس ډلې جګړه مار نابود کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل او حماس ډلې استازي د مصر په پلازمېنه قاهره کې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو لپاره په خبرو بوخت دي.

دوی د اسرائیلي یرغمل شویو د خلاصون پر لارو چارو او د غزې په محاصره شوي قلمرو کې د فلسطینیانو لپاره د کرارۍ پر ایجاد هم بحث کوي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل، دا نظریه چې اسرائیل دې د خپلو ټولو اهدافو له ترلاسه کولو مخکې جګړه ودروي، د بحث وړ نه ده.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د نتنیاهو په وینا، اسرائیل رفح ښار ته داخلېږي او هلته به د حماس ډلې جګړه مار ختموي چې د اوربند له موافقې سره-سره یا موافقې پرته بشپړه بریا ترلاسه کړي.

ګڼو سازمانونو او هېوادونو له اسرائیل غوښتنه کړې چې په رفح ښار کې دې پوځي عملیات نه کوي، ځکه ممکن پراخه مرګ ژوبله وشي.

د اسرائیل صدراعظم دا څرګندونې داسې وخت کوي چې تمه کېږي د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سیمې ته د خپل تازه سفر په لړ کې چې د دوشنبې په ورځ له سعودي عربستانه پیل شوی، په اسرائیل کې هم د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

انتوني بلېنکن ویلي، چې اسرائیل باید هڅه وکړي غزې تړانګې ته بشري مرستې ورسېږي او د بلېنکن په وینا، د بحران د کمېدو تر ټولو غوره لار دا ده چې دواړه لوري د اوربند پر موافقه سلا وکړي.

د امریکا متحد ایالتونه، مصر او قطر له څو میاشتو راهیسې په غزې تړانګه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند پر نوې موافقه د سلا کېدو لپاره هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي ته د سفر پر مهال غزه کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي ته د سفر پر مهال غزه کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

د حماس د یوې متحدې ډلې مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې فلسطینیان د اسرائیل د اشغال د فوري ختمېدو غوښتنه لري.

هغه ویلي چې د فلسطین خلک غواړي، چې د اسرائیل یرغل ختم شي.

د تېرې اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل د حماس ډلې تر بېسارې حملې وروسته چې په نتیجه کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل شول، اسرائیل په غزې تړانګه کې خپل هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې تر اوسه په دغو عملیاتو کې تر ۳۴زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه جګړه د غزې تړانګې د ۲۳لکه اوسېدونکو ۸۰ فیصده یې له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ کړي، پراخه ویجاړي یې پېښه کړې او د غزې شمال یې له قحطۍ سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG