د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین په اړه د نوي پرېکړه لیک تایید


له ارشیفه د فلسطین د بیرغ تصویر
له ارشیفه د فلسطین د بیرغ تصویر

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې پرون هغه پرېکړه لیک ته رایې ورکړې چې طرحه یې د عربي هېوادونو او فلسطینیانو له خوا وړاندې شوې وه.

عمومي اسمبلې چې ۱۹۳ غړي لري، د ۱۴۳ مثبتو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو په ورکولو سره د فلسطینیانو لپاره یولړ تازه حقونه او امتیازونه تصویب کړل.

د امریکا متحدوایالتونو د اپریل په اتلسمه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې تطبیق یې په ملګرو ملتونو کې د خپلواک دولت په توګه د فلسطین غړیتوب ته لاره اواروي. دا هغه هیله ده چې فلسطینیانو له کلونو کلونو راهیسې درلوده خو اسراییلو یې مخه نیولې وه.

فلسطین په ۲۰۱۲ کال کې د ملګروملتونو د ناظر غړي په توګه ومنل شو خو د د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د دې سازمان غړي هېوادونه باید د سولې پلوي وي او له هغه وروسته امنیت شورا د وروستي تصویب لپاره عمومي اسمبلې ته د هغوی د غړیتوب سپارښتنه کوي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان دفتر
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان دفتر

عمومي اسمبلې په خپل پروني پرېکړه لیک کې وویل چې د فلسطین دولت د ملګرو ملتونو د غړیتوب وړتیا لري او ځکه نو له امنیت شورا څخه غواړي چې د پوره غړیتوب لپاره د فلسطینیانو د غوښتنې په اړه غور وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب لپاره هڅې داسې مهال پیل شوې دي چې د غزې جګړې د منځني ختیځ اویا کلن کړکېچ د نړیوالو د پاملرنې د محور په سر کې راوستی دی.،

پرون په داسې حال کې چې عمومي اسمبلې دې پرېکړه لیک ته رایې ورکولې د رفح د جنوبي ښار په لمنو کې د اسراییلي پوځ او فلسطیني وسله والو ترمنځ درنې جګړې روانې وې. د ملګروملتو د بشري مرستو یوه مسوول چارواکي پرون وویل چې د دې جګړو له کبله د رفح له سرحدي دروازې څخه د مرستو کاروانونه د غزې تړانګې ونه رسېدل.

د حماس ډلې او اسراییل وروستۍ جګړې غزه په کنډوالو بدله کړې ده
د حماس ډلې او اسراییل وروستۍ جګړې غزه په کنډوالو بدله کړې ده

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که دې سیمې ته نور غذایي مواد ونه رسېږي، نو د خوړو نړیوال پروګرام WFP به خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره خواړه ونه لري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې له رفح څخه شاوخوا ۱۱۰ زره خلک د کلابندې غزې نورو سیمو ته تښتېدلي دي خو د اټکل له مخې ۱،۴ میلیون فلسطینیانو، چې د ټولې غزې نیمايي نفوس جوړوي لاهم په رفح کې پناه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG