د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

امریکا اسراییل ته د پوځي تسلیحاتو د بستې په استولو بیا کتنه کړې


اسراییلي ځواکونو غزه کې د خپلو لویدیزو متحدینو او له هغې ډلې د امریکا له تجهیزاتو په پراحه کچه کار اخیستی
اسراییلي ځواکونو غزه کې د خپلو لویدیزو متحدینو او له هغې ډلې د امریکا له تجهیزاتو په پراحه کچه کار اخیستی

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن پرون چهارشنبې د امریکا د سنا جرګې یوې فرعي کمېټې ته په خبرو کې وویل چې اسراییل ته د پوځي مرستو دغه لویه بسته تېره اونۍ په دې خاطر وځنډول شوه چې د غزې پر رفح ښار د دې هېواد د عملیاتو د پیلیدو په اړه اندېښنې موجودې وې.

هغه همدارنګه وویل چې د جوبایډن اداره د اسراییل امنیت ته ژمنه ده خو په اوس وخت کې یې پوځي مرسته په رفح کې د پېښو د ارزونې په خاطر ځنډولې ده.

د اسوشتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې، امریکا دغو لویو چاودیدونکو مهماتو ته له دې پلوه اندېښمنه ده چې هغه به څه ډول په ښاري ګڼ مېشتو سیمو، لکه رفح کې کارول کیږي، چیرې چې د غزې له نورو برخو د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو له امله له یو میلیون زیاتو کسانو پکې پناه اخیستې ده.

یو شمېرپوځي چارواکو چې د موضوع د حساست له کبله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي ویلي چې په دغې ځنډول شوې بسته کې ۱۸۰۰ بمونه چې د هر یوه وزن یې ۹۰۰ کیلوګرامه دی، او ۱۷۰۰ بمونه چې د هریوه وزن یې ۲۲۵ کیلوګرامه دی، شامل و.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر ویلي چې متحده ایالات په راتلونکې کې له اسراییل سره د نورو پوځي مرستو ارزونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر

میلر پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت یو راپور کانګرس ته وړاندې شي چې ایا د دې هېواد له خوا له مرسته شویو وسلو څخه اسراییل د بشري حقونو د نړیوال قانون په چوکاټ کې استفاده کړې که نه.

د امریکایي چارواکو په وینا،د بایډن ادارې په اپریل میاشت کې له اسراییل سره د پوځي مرستو بیا کتنه پیل کړې ده.

اسراییل د دوشنبې د ورځې ناوخته د غزې په جنوبي ښار رفح کې محدود عملیات پیل کړل. د جوبایډن ادارې له اسراییل غوښتي وو چې د عملیاتو د پیلیدود مخه دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یو باوري پلان ترتیب کړي.

په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر ګیلاد ایردان د دې هیود له ۱۲ ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې له اسراییل سره د امریکا د پوځي مرستو د بستې ځنډول نهیلی کوونکی او خواشینونکی اقدام وباله.

پر غزې د اسراییل هوایي بریدونو درنې ویجاړۍ رامنځته کړې دي
پر غزې د اسراییل هوایي بریدونو درنې ویجاړۍ رامنځته کړې دي

د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه د سه شنبې په ورځ اتمې میاشتې ته داخله شوه. حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا يو تروريستي سازمان ګڼل کېږي، د تېر کال د اکټوبر په اوومه يې د اسراييل پر ځينو برخو بريدونه وکړل، شاوخوا ١٢٠٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ کسان يې يرغمل کړل.

په غزه کې چې د حماس ډلې تر ولکې لاندې ده، روغتیايي چارواکو ویلي چې تر دې مهاله په دې سیمه کې د اسرائیلو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې تر ۳۴ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

تر اوسه پورې په غزه کې د یوه اوربند د رامنځته کیدو لپاره د نړیوالو هڅې ناکامې شوي دي. د اسراییل او حماس ترمنځ مخکې یو ځل د نړیوالو په هڅو او منځګړیتوب د نومبر په پای کې یو اوه ورځنی اوربند ټینګ شوی وچې په نتیجه کې یې حماس په لسګونو یرغمل آزاد کړل او اسراییل یې هم په بدل کې له خپلو زندانونو په سلګونو فلسطیني بندیان خوشې کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG