د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

امنیت شورا او ګڼ نړیوال لوري؛ ایران او اسراییل دې زغم ولري


د امنیت شورا ځانګړې غونډه
د امنیت شورا ځانګړې غونډه

ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او بریتانیا له ایران او اسراییله د لوړې کچې زغم غوښتنه کړې او روسیې بیا ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی، د هیڅ لوري په ګټه نه دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پر اسراییلو د ایران د برید په تړاو د امنیت شورا بیګنۍ بیړنې غونډې ته په وینا کې وویل، د سیمې خوندیتوب د ټولو ګډ مسولیت دی.

" منځنی ختیځ د پاڼ په غاړه دی، د سیمې خلک له یوه واقعي خطر سره مخامخ دي، دا خطر د ویجاړونکې او بشپړې جګړې دی. اوس د کرارۍ او د لانجې کمولو وخت دی. اوس د حد اکثر زغم وخت دی. زمونږ ګډ مسولیت دی چې د ټولو خواوو اندیښنې په پام کې ونیسو چې د وضعیت د لا کړکیچنتوب مخه ونیسو."

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل ویلي، دوی هم د خطر پر غاړه دي او په وینا یې له دې وضعیته باید لرې ولاړ شي.

بوریل د اسپانیا له یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي:" مونږ باید بریک ونیسو او په شا ولاړ شو."

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کمرون له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، که څه هم اسراییل ته د توجیه وړ ده چې د ایران ځواب ورکړي، خو نوموړي ټینګار کړی چې د ملګري په توګه له اسراییله غواړي چې دقیق غور وکړي او ځېرک و اوسي.

روسیه چې سیمه کې د ایران ملګرې ده ویلي چې سیمه کې د کړکیچ زیاتېدل د هیڅ لوري په ګټه نه دي او زیاته کړې ده چې ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

د اسراییل خلاف د ایران د بریدونو یوه څنډه
د اسراییل خلاف د ایران د بریدونو یوه څنډه

ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو چې تاریخي رقیب یې دی، د لومړي ځل لپاره مستقیم برید وکړ او د راپورونو له مخې دغه برید کې یې څه باندې ۳۰۰ توغندي او بې پيلوټه الوتکې وکارولې.

د دغو توغندیو او بې پيلوټه الوتکو نژدې ټوله برخه د اسراییلو د دفاعي سیستم او امریکا، فرانسې، بریتانیا او اردون په مرسته شنډه شوه، یوازې څو توغندي د اسراییل خاورې ته رسیدلي چې یوه پوځي اډه یې سرسري زیانمنه کړې او یوه ۷ کلنه ماشومه یې سخته ټپي کړې ده.

ایران دغه بریدونه په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د هغه برید په غچ کې کړي چې د اسراییل پوځ ته منسوب شوي دي.

د اپریل په لومړنۍ نیټه شوي هغه برید کې د ایران د سپاه پاسدران ۷ غړي ووژل شول او د کونسلګرۍ ودانۍ یو مخ ویجاړه شوه.

د نړۍ له خوا د زغم له غوښتنې سره سره اسراییلي چارواکو ویلي چې ایران به مناسب وخت او شرایطو کې د خپل برید بیه پرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG