د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ملګرو ملتونو سرمنشي: اسراییل او حماس باید یوې هوکړې ته د رسېدو سیاسي جرئت وکړي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د سه شنبې په ورځ (د می ۷) په یوه بیان کې وویل چې له اوربند پرته به د غزې په تړانګه کې اسراییلي یرغمل شوي بندیان خوشې نه شي او پر رفح باندې برید یو بشري او سیاسي ناورین او یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.

د جرمني دي پي اې خبري اژانس په اساس ګوترش دا هم وویل چې اسراییل او حماس باید یوې موافقې ته د رسیدو لپاره "سیاسي زړورتیا" وښيي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا تروریستي سازمان ګڼل کېږي.

اسراییلي ځواکونو د محاصره شوي ښار رفح ساحلي سیمو په لور مخته تللي او د مصر په پوله کې یې د دروازې کنټرول په لاس کې اخیستی.

په عین حال کې، حزب الله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، پرون اعلان وکړ چې د دې هیواد په شمال کې یې د اسرائیلي پوځ پر پوستو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. حزب الله ویلي چې دا بریدونه د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف ترسره شوي، چې د «یفتاح» اډې په سیمه کې د اسرائیلو افسران او عسکر په نښه شول.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د اسراییلو پوځ هم پرون وویل چې خاورې ته یې نږدې یو شمیر مشکوک هوایی توکي کشف او له مینځه وړي خو ځینې یې په ځمکه لږېدلي چې له امله یې لږ څه زیان رسیدلی.

اسراییلي پوځ ویلي چې په ځواب کې یې جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ او لویدیځ کې هدفونه په نښه کړل.

د غزې په تړانګه کې د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه پورې د اسراييلي پوځ او حزب الله وسله والو ترمنځ پرله پسې نښتې شوي دي.

په رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو پرمختګ په داسې حال کې شوی، چې له حماس ډلې سره د اوربند خبرې یوه نازک پړاو ته نږدې شوې دي.

حماس پورې اړوند وسله وال
حماس پورې اړوند وسله وال

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې د فلسطیني ډلې یو پلاوی به د اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ولاړ شي او خبرداری یې ورکړ چې دا به د اسراییلو لپاره "وروستی چانس" وي چې خپل یرغمل شوي خوشې کړي.

دغه چارواکي چې د خپل نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، دا هم وويل، "دا ښايي د ژوندي اسراييلي بنديانو د ستنولو وروستى چانس وي."

XS
SM
MD
LG