د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

ګوتیریش: غزه کې دې عاجل اوربند او د یرغمل شویو خلاصون پيل شي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په رفح کې د اسراییلي پوځیانو پرمختګ ټکان ورکوونکی بللی او ټینګار یې کړی چې دا حالت به وار له مخه ناوړه بشري وضعیت لا پسې خرابه کړي.

د ښاغلي ګوتریش ویاند فرحان حق سه شنبه ناوخته په یوه کنفرانس کې په دې اړه وویل:

" د ملګرو ملتونو سرمنشي د رفح دننه او شاوخوا سیمو کې د اسراییل دفاعي ځواکونو د پوځي تحرکاتو په زیاتېدو خپله ژوره اندېښنه ښودلې. دا پرمختګونه د خلکو لاسرسی محدود او شرایط له اوسني حالته نور هم پسې خرابوي. په ورته وخت کې حماس هم راکټونه فیروي. ملکیان باید په رفح او د غزې په نورو سیمو کې هر وخت خوندي وساتل شي. د غزې د خلکو لپاره هېڅ ځای خوندي نه دی. سرمنشي یو وار بیا د سمدستي بشري اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه کړې ده."

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې له تېرې اوونۍ راهیسې تر ۴۵۰ زرو فلسطینیانو له رفح ښار څخه کډې وړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې له تېرې اوونۍ راهیسې تر ۴۵۰ زرو فلسطینیانو له رفح ښار څخه کډې وړي.

د سیمې د خلکو په خبره اسراییلي ټانکونه د الجنینه، السلام، او البرازیل سیمو ته ننوتي دي.

اسراییل سره له دې چې ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو ترې غوښتي وو په رفح له بریدونو ډډه وکړي په دې سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د اسراییلو پوځ له تېرې اوونۍ راهیسې د رفح په لار باندې کنټرول اخیستی.

د رفح په ختیځ کې یې خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپلې هستوګنې سیمې پرېږدي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې له تېرې اوونۍ راهیسې څلور نیمه لکه فلسطینیان له رفح ایستل شوي.

اسراییلي پوځیان رفح ته د پرمختګ په حال کې دي او وايي چې دا د حماس وروستی پټنځای دی.

په غزه کې د اسراییلو په اوه میاشتنیو بمباریو او ځمکنیو بریدونو کې څه باندې ۳۵زره کسان وژل شوي چې ګڼ یې ښځې او ماشومان دي.

جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه حماس ډلې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي په اسراییل برید وکړ. حماس په هغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ تنه یې له ځان سره یوړل. اسراییلي پوځ وايي چې سل یرغمل او د شاوخوا دېرشو نورو مړي لا هم له حماس سره پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG