د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

اسراييلي ځواکونه په رفح کې نور پرمختګ هم کړی


په رفح کې د روانو جګړو یو انځور
په رفح کې د روانو جګړو یو انځور

د اسراییلو ټانکونه نن سه شنبې د غزې په رفح ښار کې نور پرمختګ هم وکړ او د مصر سرحد ته نژدې د دې ښار د استوګنې ناحیو ته ورسېدل.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن وویل، د غزې په رفح ښار کې د اسراییلو د عملیاتو له کبله هغه خبرې په ټپه ودرېدلې چې د اوربند لپاره پیل شوې وې، خو هغه زیاته کړه چې خبرې به له دې سره سره دوام وکړي.

قطر او مصر د دې خبرو منځګړتوب کوي.

آل ثاني وویل، منځګړو په خاص ډول په تېرو څو اوونیو کې په خبرو کې د پرمختګ نښې لیدلې، خو د هغه په وینا کارونه پر سم لوري ولاړل نه او ځکه نو خبرې په ټپه ودرېدلې.

د آل ثاني په وینا په رفح کې د اسراییلو پوځي عملیات د دې شاتګ باعث شول.

اسراییلو ژمنه کړې چې رفح ته به په هر صورت ننوځي حتی که یې متحدان هم له ملاتړ څخه لاس واخلي.

اسراییل وايي، د حماس د جنګیالیو د هغو ډلګیو د جرړو د ایستلو لپاره چې په رفح کې دېره دي دې عملیاتو ته اړتیا لیدل کېږي.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د رفح یوه اوسېدونکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې اسراییلي ټانکونه نن سهار د صلاح الدین د سړک له لوېدیځ څخه برزېل او جینینا ناحیو ته ننوتل.

اسراییلي ځواکونه په رفح کې د عملیاتو پر مهال
اسراییلي ځواکونه په رفح کې د عملیاتو پر مهال

دې سرچینې چې نوم یې د رویټرز په راپور کې نه دی یاد شوی ویلي چې اسراییلي سرتېري پر سړکونو لیدل کېږي او نښتې روانې دي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم یو ټانک د الجینینا ناحیې پر یوه واټ لیدل کېږي.

خپلواکو سرچینو د دې ویډیګانو رښتینولي نه ده تایید کړې.

د حماس ډلې پوځي څانګې ویلي چې د اسراییلو یو پوځي ګاډی یې په السلام ناحیه کې د توغندي په وسیله ویشتلی او یو شمېر سرتېري یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د اسراییلو دفاع وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د اسراییلو پوځ په یوه راپور کې ویلي چې ځواکونو یې د مصر پر پوله د رفح په خوا کې د نښتو پرمهال د تروریستانو ګڼې ځالې له منځه وړې دي.

اسراییلو د ښار په ختیځ اړخ کې هم د وسله والو د ځالو او د میزایلونو د توغولو د یوه مرکز د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

په غزه کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي چې په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې شاوخوا څلورنیم لکه کسان له رفح ښار څخه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې خلک له ستړیا، لوږې او وېرې سره مخامخ دي او اوس د غزې هېڅ ځای امن نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG