د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

امریکا پر رفح د برید نه کولو په صورت کې اسراییل ته د یو لړ امتیازونو وړاندیز کړی


په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په داسي حال کې چې اسراییل د رفح ښار له اوسېدونکو غواړي چې له دې ښاره ژر ووځي، ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا یو وار بیا پر اسراییل غږ وکړ چې پر رفح له بریده ډډه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون شنبې وویل، که د حماس سختدریځه ډله یرغمل خوشې کړي، په سبا یې په غزه کې اوربند ممکن دی.

بایډن، چې سیاټل ښار ته نژدې د خپلو انتخاباتو لپاره د مالي مرستو د راټولولو په یوه کمپاین کې ګډون کړی و، وویل: "که حماس برمته خوشي کړي، سبا به یې اوربند ټینګ شي."

ده زیاته کړه، اسراییل ویلي چې د اوربند مسئله له حماس سره تړلې، که دا ډله وغواړي په سبا یې اوربند ټینګېدای شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

په همدې حال کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې که اسراییل پر رفح له پراخو مځکنیو عملیاتو ډډه وکړه، امریکا به یې په بدل کې اسراییل ته حساس استخباراتي معلومات او مهمې مرستې ورکړي.

دې امریکايي ورځپاڼې په پرونۍ شنبې ګڼه کې د څلورو خبرو امریکايي سرچینو په قول لیکلي چې د جو بایډن حکومت اسراییل ته وړاندیز کړی چې په غزه کې د حماس د سختدریځې ډلې، چې امریکا او اسراییل یې تروریستي بولي، د مشرانو د پټېدو د ځای او همداراز د هغو تونلونو په اړه اسراییل ته معلومات ورکړي چې اسراییل تراوسه کشف کړي نه دي.

له بلې خوا د اسراییل پوځ پرون په رفح کې له خلکو د څو نورو سیمو د فوري خالي کولو امر وکړ او خلکو ته یې وویل چې ټاکل شوې سیمې یعنې المواسي ته لاړ شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دیوید کامرون هم نن وویل چې اسراییل له یوه داسي څرګند پلانه پرته چې د ملکیانو ساتنه تضمینوي، باید پر رفح ښار برید ونه کړي.

د رفح نفوس له شاوخوا یو میلیون او سل زره تر یو میلیون او ۴ سوه زرو پورې دی.

په تېرو څو ورځو کې له دې ښاره ۳ سوه زره تنه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش نن یکشنبې په غزه کې د اسراییل او حماس د جګړې د فوري بندېدا، د یرغملو د خلاصون او د فلسطینیانو محاصره سیمو ته د بشري مرستو د رسیدو غوښتنه وکړه.

سرمنشي دې ته په اشارې چې د جګړې له کبله د ورانیو ویجاړیو او نورو مصیبتونو د پاملرنې لپاره اوږده لار لا په مخکې ده، وویل چې اوربند به یوازې یو پیل وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG