د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

بلېنکن اسراییل ته د واشنګټن له‌خوا د پوځي مرستو د ځنډولو د پرېکړې دفاع وکړه


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن اسراییل ته د واشنګټن له‌خوا د پوځي مرستو د ځنډولو د پرېکړې دفاع وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، اسراییل باید د غزې په جنوبي ښار رفح کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره دقیق پروګرام ولري، هغه څه چې د ده په وینا امریکا تر اوسه نه دی لیدلی.

بلېنکن له "اې‌بي‌سي نیوز" ABC News تلويزیوني شبکې سره په خبرو کې اسراییل ته د ولسمشر جو بایډن له‌خوا د ۳۵۰۰ بمونو د نه ورکولو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې د امریکا متحد ایالتونه اندېښنه لري، هسې نه چې اسراییل ته دا مرسته شوې بمونه، په رفح کې د ملکیانو په وړاندې په حملو کې وکارول شي.

رویټرز خبري اژانس پرون یکشنبه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا راپور ورکړچې ویلي یې دي، ولسمشر بایډن اسراییل ته د مرستو لپاره ژمن دی، خو د انټوني بلېنکن په باور، که اسرائیل پر رفح ښار بشپړ برید وکړي، واشنګټن نه شي کولی ملاتړ یې وکړي یا په دې برخه کې څه مرسته وکړای شي.

اسراییل ويلي چې د نړیوالو له اندېښنو سره سره په رفح ښار کې د حماس ډلې د جګړه مارو د ځپلو په نیت، پوځي عملیات کوي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

دا مهال د غزې له نورو برخو د جګړو له کبله تر یو میلیون او ۴ لکه ډېرو فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې چې د خوړو، څښاک اوبو، روغتیايي خدماتو او سرپناه له شدید کموالي سره مخامخ دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د اسراییل په هغو پوځي عملیاتو کې چې اوومه میاشت یې کېږي، تر ۳۵زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د روانې جګړې یوه څنډه
په غزه کې د روانې جګړې یوه څنډه

په غزه کې دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د حماس ډلې وسله‌والو د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل د حملې په نتیجه کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

د هغه اوربند پر مهال چې په نومبر میاشت کې یې ۷ ورځې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.

اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن غوښتنه کړې، که حماس ډله د اسراییل پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په غزه کې به ډېر ژر اوربند ته زمینه برابره شي.

خو حماس ډلې پرون د بایډن دغو څرګندونو ته عکس العمل وښود او هغه یې د اوربند په مذاکرو کې یو شکست وباله.

تر اوسه د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د منځګړو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د پوځي او سیاسي چارو کتونکي وايي، د اوربند پر سر تازه مذاکرې چې د امریکا متحدو ایالتونو، مصر او قطر یې منځګړیتوب کاوه، هغه وخت له ځنډ او خنډ سره مخامخې شوې چې اسرائیل په رفح ښار کې د عملیاتو د پرمخ بېولو خبرداری ورکړ او دې مسئلې پراخ عکس العملونه وپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG