د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

له رفح د فلسطینانو د وتلو بهیر ګړندی شوی؛ مصر د اسراییلو د عملیاتو پر وړاندې سخت مخالفت ښودلی


د رفح ښار له یوې څنډې د فلسطینانو د وتلو یو انځور
د رفح ښار له یوې څنډې د فلسطینانو د وتلو یو انځور

د غزې له جنوبي ښار رفح څخه د فلسطینانو د وتلو بهیر ګړندی شوی او اسراییلي ځواکونه هم په دې ښارکې وړاندې تګ کوي.

په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د غزې په جنوبي رفح ښار کې وړاندې تګ ته دوام ورکوي، له دې سیمې چې په غزه کې وروستی پناه ځای بلل کېږي، په ډله‌ییزه توګه د فلسطینیانو وتل ګړندي شوي دي.

اسراییل همدارنګه د غزې پر شمالي برخې چې له مخکې په جګړه کې ځپل شوې، بیا بریدونه کړې دي.

د اسراییل پوځ ویلي، په دې سیمه کې چې څو میاشتې مخکې تصفیه شوې وه، د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، یو شمېر وسله‌وال په‌کې بیا منسجم شوي وو.

رفح چې د حماس وروستي پیاوړی سنګر بلل کېږي، د اسراییل له‌خوا اوسېدونکو ته یې د وتلو له امر وروسته، شاوخوا درې سوه زره کسانو خپلې مېنې پریښې دي.

په رفح کې د کډوالو یو کمپ چې له غزې څخه دې سیمې ته د جګړې له کبله ورغلي دي.
په رفح کې د کډوالو یو کمپ چې له غزې څخه دې سیمې ته د جګړې له کبله ورغلي دي.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله دې سیمې ته له یو ملیون زیاتو فلسطینیانو پناه ور وړې ده.

اسراییل ویلي، د حماس د بې وسلې کولو لپاره باید پر رفح کې پوځي عملیات سرته ورسوي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې مصرچې له رفح سره ګډه پوله لري، په دې سیمه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو پر وړاندې تر ټولو جدې مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې نیت لري د جنوبي افریقا له هغو هڅو سره رسماً یوځای شي چې د عدالت په نړیواله محکمه کې یې د اسراییل پر وړاندې مخ ته وړي.

جنوبي افریقا غواړي چې دا نړیواله محکمه اسراییل په غزه کې د هغه څه په خاطرمجرم وپېژني چې هغه د دې هېواد له‌خوا ترسره شوې ډل‌وژنې یا جینوسایډ بولي، هغه تورچې اسراییل رد کړی دی.

د مصرد بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په سیمه کې وضعیت ډېر خراب بللی او ویلي یې دي چې په فلسطیني ولسي وګړو د اسراییل بریدونه زښت زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک هم په یوه بیان کې ویلي چې چې دی دا نه‌شي درک کولای چې پر رفح بشپړ یرغل به څنګه د بشري حقونو له نړیوال قانون سره سمون ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم پر رفح د اسراییل له پراخو پوځي عملیاتو سره یوځل بیا مخالفت وښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

بلېنکن له امریکایي "سي‌بي‌سي" تلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې که اسراییل له غزې ونه وځي او له جګړې وروسته د حکومتولۍ یوه پلان ونه لري، له دوامداره وسله وال بغاوت سره به مخامخ وي.

پر غزې د واکمنې حماس ډلې پر وړاندې د اسراییل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې دا سیمه له یوه فعاله حکومت څخه بې برخې شوی او عامه نظم په‌کې ګډوډ شوی دی.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې دغه وضعیت د حماس وسله‌والو ته د دې زمینه برابره کړې چې ان په تر ټولو ځپل شویو سیمو کې بیا ځانونه منسجم کړي.

حماس د یکشنبې په ورځ پر رفح او غزې ښارته نژدې پر اسراییلي سرتېرو بریدونه وکړل.

اسراییل تراوسه په غزه کې له جګړې وروسته یو مفصل پلان نه‌دی وړاندې کړی، خو ویلي یې دي چې پر غزې به امنیتي کنټرول ته دوام ورکړي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG