نړۍ
آل ثاني: د غزې د اوربند خبرې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو دوام بې نتیجې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله بې نتیجې پاتې دي.
شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني نن وویل چې په خاص ډول په تېرو څو اونیو کې منځګړو په خبرو کې د پرمختګ نښې ولیدلې، خو له بده مرغه کارونه پر سم لوري ولاړل نه او ځکه نو خبرې په بې نتیجې حالت کې دي.
د آل ثاني په وینا، په رفح کې د اسراییلو پوځي عملیات د دې شاتګ باعث شول.
په روانه مې میاشت کې په رفح کې د پوځي عملیاتو پرمهال اسراییلو له رفح سره د مصر پوله چې د بشري مرستو د رسولو اصلي لاره ده، بنده کړه.
د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا اقدام به په غزه کې وضعیت نور هم خراب کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان د ۱۹ کلنو د کریکټ اسیایي جام خپل کړ
د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د اسیا کپ په پنځوس اوریزو لوبو کې هند په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
دغې پایلوبه کې د پاکستان او هند لوبډلې مخامخ شوې وې.
پاکستانۍ لوبډلې هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړ، خو د هند ټول لوبغاړي په اووه ویشتم اور کې اوټ شول او یوازې ۱۵۶ منډې ېې جوړې کړې.
د اسیا کپ دغه جام کې، چې په دوبۍ کې ترسره شو، افغانستان هم د خپل ګروپ له درېو څخه دوه لوبې وبایللې او لوبه کې له پرمختګه پاته شو.
کیلیان امباپه د کال د ګولونو په شمېر کې د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه
د ریال مادرید د فوټبال ستوري کیلیان امباپه په یوه کال کې خپلې لوبډلې ته د ۵۹ ګولونو په وهلو سره، د کریستیانو رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه.
امباپه چې د خپلې زوکړې په ورځ یې لوبه کوله، د لوبې تر پایه فرصت ته په تمه شو، خو وروسته یې پنالټي ضربو کې ګولونه ووهل او ځان یې د رونالډو د ۲۰۱۳ کال ریکارډ ته ورسوه.
دغه ۲۷ کلن یرغلیز لوبغاړي دغه شیبه په هغه معروف حرکت سره ولمانځله چې معمولا یې رونالډو ترسره کوي.
په دغې لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه، ریال مادرید خپلې سیالې لوبډلې سیویا ته دوه- صفر ماته ورکړه.
اوس د لالیګا د سیالیو په جدول کې ریال مادرید له بارسولونا وروسته په دویم کتار کې دی.
د سیدني د تیرې یکشنبې ورځې د برید د قربانیانو په یاد، یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه
د سیدني په بوندای ساحل کې نن لسګونه زره کسانو د تیرې یکشنبې خونړۍ پیښې د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
رویټرز لیکلي چې پر ځایي وخت ماښام ۶ بجې او ۴۷ دقیقې دغه چوپتیا په راډیویي او ټلویزیوني شبکو کې هم مراعات شوه.
د تېرې یکشنبې په ماښام همدغه مهال دوو وسله والو د یهودانو پر مذهبي مراسمو ( حنوکا ) ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ووژل.
د نننیو مراسمو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د برید په ځای کې قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ.
روسي مرکچي د فلوریدا د تیرې شپې خبرې ( رغوونکې) بللې دي
د اوکراین د جګړې په چارو کې د روسیې ستر مرکچي کیریل دیمیتريف په متحده ایالتونو کې د تیرې شپې خبرې " رغونکې" بللې دي.
دیمیتریف، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سلاکار هم دی، ویلي چې خبرې پرون پېل او ټاکل شوې سبا هم دوام ولري.
خبرې د فلوریدا په میامي ښار کې ترسره کېږي.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر هم په خبرو کې ګډون لري.
دا په اوکراین کې د روسیې د ناموجه جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هڅو تازه ګام دی.
ټرمپ په نومبر کې پر اوکراین فشار پیل کړ او د سولې په برخه کې یې ۲۸ ماده ییز پلان وړاندیز کړ، خو منتقدان وایي، دا وړاندیز تر ډېره د روسیې په ګټه دی.
د تایلینډ او کمبوډیا ترمینځ سرحدي نښتو یو ملیون کسان کډه کړل
د کمبوډیا د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې له ګاونډې هیواد تایلند سره د دوه اونیو له درنو نښتو وروسته په کمبوډیا کی نیم ملیون خلک له خپلو کورونو کډه شوي دي.
چارواکي وايي په روانه میاشت کې د اسیا په جنوب ختیځ کی ددغو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ دد غو نویو نښتو له امله چې په کې ټانک ، توپخانه او ډرون وکارول شول لږترلږه ۲۲ کسه په تایلند او ۱۹ کسه په کمبوډیا کې وژل شوي دي.
د نښتو لامل د ځمکو او د ۸۰۰ کیلومترو پولې د ټاکنې په سراختلاف دی چې د استعمار له دورانه پاته دی.
تایلند هم ویلي چې ددغو تازه سرحدي نښتو له امله شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په دغه هیواد له خپلو سیمو کډه شوي دي.
په تیرې جون میاشت کې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ ۵ ورځنۍ سرحدي نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان ووژل شول او دواړو هیوادونو پر یوبل د بریدونو د پیل او د ملکي خلکو د په نښه کولو تورونه ولګول.
جهانزبورګ کې خونړی وسله وال برید، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي
د جنوبي افریقا په تر ټولو لوی ښار جهانزبورګ کې وسله والو لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې وسله وال نن یکشنبه( د لیندۍ ۳۰مه) سهار وختي د جهانزبورګ په جنوب لویدیځ کې یوه بار ته ننوتلي او ډزې یې کړي.
پولیسو ویلي چې یوه بریدګر کلاشینکوف درلود او له پاته نورو سره تفنګچې وې.
بریدګرو تر برید وروسته له وژل شویو او ټپيانو څخه د مبایلونو او پیسو په ګډون قیمتي شیان غلا کړي دي.
د ډزو ورته پيښه د دسمبر په ۶مه هم شوې وه چې لسګونه کسان په کې وژل او ټپيان شوي وو.
په جنوبي افریقا کې د جرمونو کچه لوړه ده او دا ډول پیښې د تنظیم شویو شبکو او ډلو له خوا کیږي.
د ازبیکستان ولسمشر په افغانستان کې دسولې او ثبات لپاره د ګډو زیارونو په اهمیت ټینګار وکړ
د ازبیکستان ولسشمر په توکیو د منځنۍ اسیا او جاپان لومړنۍ سرمشریزې ته خپله وینا کې په افغانستان کې د سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره د ګډو هلوځلو په اهمیت ټینګار وکړ.
شوکت میرضیایف وویل چې دغه غونډه په داسې حال کې دایریږي چې په نړیوال سیاست کې جدي ننګونو ته په کتنه د سولې د ساتلو او ثبات د پیاوړتیا لپاره ګډي هلې ځلې ځانګړی اهمیت لري.
ښاغلي میرضیایف وویل چې افغانستان زموږ د تعاملاتو یو له مهمو ساحو څخه ده او د موږ ګډه هیله داده چې دا هیواد دپرمختک لور ته په واقعي تمرکز سوله ایزاوباثباته ولیدل شي.
د ازبیکستان ولسشمرد جاپان څخه په دې مننه اوقدرداني وکړه چې کلونو راهیسې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان له خلکو سره یې زیاتې مرستې کړي دي.
د منځنۍ اسیا او جاپان په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه کې چې پرون پای ته ورسیده دکوربه هیواد د صدراعظمې سانائه تاکایچي ترڅنګ د ازبیکستان ، قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجیکستان او ترکمنستان ولسمشرانو برخه واخیسته.
جوشوا خپل سیال پاول په شپږم پړاو کې ناک اوټ کړ
د درانه وزن پخواني اتل انتوني جوشوا په یوه جنجالي سیالۍ کې پخواني یوټیوبرجیک پاول ته چې سوک وهنې ته یې مخه کړې په فني ضربه ماتې ورکړه.
دا سیالي تیره شپه د امریکا د میامي په کاسیا مرکز کې وشوه، چې د راپورونو له مخې دواړو لوبغاړو د لوبې ۱۸۴ ملیون ډالر جایزه خپل مینځ کې ویشلې.
ترمسابقې مخکې د سوک وهنې یا باکسینګ په نړۍ کې اندیښنې ځکه راپورته شوې چې د جوشوا، چې د انګلستان څخه دی او دوه ځله نړیوال اتل وو، او پاول ترمینځ فزیکي ځواک او تخنیکي کچې کې د پام وړ توپیر وو.
جیک پاول چې د انټرنیټ شخصیت په توګه پیژندل کیږي ،د باکسینګ د یو لړ نمایشي مسابقو له لارې یې د ځان لپاره نوم جوړ کړی دی.
خو جوشوا خپل ډیر کم تجربه سیال په دغې سیالۍ کې چې اته پراوونه یې درلودل په اساني مات نه کړ ، تردې چې په شپږم پړاو کې یې وکولای شول چې دخپلې بدني غښتلتیا او زور په مټ هغه ناک اوټ کړي.
امریکا په سوریه کې د داعش په اهدافو بریدونه کړي
د امریکا پوځ د شنبې په سهار اعلان وکړ چې په امریکايي ځواکونو د وروستي مرګونې برید په غچ کې یې په سوریه کې د اسلامي دولت / داعش ډلې مرتبط څه دپاسه ۷۰ مرکزونه په هوایي او توغندیزو بریدونو کې په نښه کړي دي .
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د شنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ ولایت دیر الزور کې د امریکايي ځواکونو په دغو شپنیو بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې دیوه مشر په شمول لږ تر لږه ۵ غړي وژل شوي دي.
د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمن، دفرانسې خبري اژانس ته وویل چې د داعش دغه مشکوک کسان د دیر الزور ولایت لویدیځ کې وژل شوي او دا ډله په سیمه کې د داعش د ډرون عملیاتو مسؤله وه.
د امریکایي چارواکو په وینا، دا غچ اخیستونکي بریدونه وروسته له هغه وشول چې یوه وسله وال بریدګر د دسمبر په ۱۳مه د سوریې په پالمیرا ښار کې د امریکا او سوریې پر ګډ پوځي کاروان برید وکړ، چې دوه امریکایي سرتیري او یو ملکي ژباړونکی یې ووژل او درې نور سرتیري یې ټپیان کړل.
د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دغو غچ اخیستونکو عملیاتو کې یې، د داعش ځواکونه، زیربناوې او د وسلو ډیپوګانې په نښه کړي دي.
عمران خان او مېرمنې ته یې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واورول شوه
د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف موسس او پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واوروله.
دا سزا د ډېسمبر پر ۱۹مه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې ځانګړې محکمې واوروله. محکمې د حبس د سزا ترڅنګ عمران خان او بشرا بي بي ته د یو کروړ او شپیتو لکو روپو جرمانه هم واوروله.
تحریک انصاف پریکړه کړې چې ددغې فیصلې په وړاندې د اسلام سترې محکمې ته مراجعه کوي.
په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید کابینې ته له ټولو جزییاتو خبر ورکړي.
عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګیزه لري.
۷۳ کلن عمران خان چې د ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم وو د درغلیو د تورونو له کبله د ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې محبوس دی او په څو قضیو کې سزاګانې تیروي.