د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې لخوا د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندل او غبرګونونه


د ناروې صدر اعظم یوناس ګهر تورې
د ناروې صدر اعظم یوناس ګهر تورې

د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې چارواکو نن چهارشنبه اعلان وکړ چې دوی به د روانې مې میاشتې له اته ویشتمې وروسته یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

د ناروې صدر اعظم یوناس ګهر تورې نن سهار په اوسلو کې دغه اعلان وکړ او هیله یې وکړه چې نور هېوادونه به هم له دوی سره په دغه نوښت کې ملګري شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا د ناروې صدراعظم ویلي، دی باور لري چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې ګام به د اسراییلو او حماس ترمنځ د څه باندې ۷ میاشتې جګړې وروسته د سولې امکانات پیاوړي کړي.

حماس چې په غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخت دی، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کیږي.

د ایرلنډ صدر اعظم سیمون هاریس د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پر مهال ملت ته په یوه وینا کې ویلي: " دا د ایرلنډ او فلسطین لپاره یو تاریخي او مهم کار دی".

د اسپانیې صدر اعظم پدرو سانچز په مادرید کې خپل پارلمان ته نن ویلي، دا ورته څرګنده ده چې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو "د فلسطین لپاره د سولې پروژه نه تعقیبوي."

د هغه په ټکو، نتانیاهو د فلسطین ملکي وګړو ته "د لوږې او ترور" سزا ورکوله.

سانچز زیاته کړې، پراسراییلو د اکتوبر له ۷مې نېټې برید وروسته د حماس په وړاندې جګړه مشروع ده، خو په خبره یې دا جګړه په غزه او فلسطین کې دومره درد، ویجاړۍ او کرکه رامنځته کوي چې د دوو دولتونو حل له خطر سره مخامخوي.

د اسپاینې پارلمان د خپل صدراعظم د اعلان هرکلی کړی
د اسپاینې پارلمان د خپل صدراعظم د اعلان هرکلی کړی

د اسپانیې صدر اعظم وړاندې ویلي: "د دولتونو په توګه چې د بشري حقونو او د نړیوال نظم د حاکمیت دفاع کوي، مکلف دي چې د اوکراین او فلسطین له جګړې سره له دوه ګوني چلند پرته چلند وکړي."

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کټز د اروپایي هېوادونو پر دغه اعلان غبرګون ښودلی او خپل سفیران یې له ناروې، ایرلنډ او اسپانیې څخه ورغوښتي.

کټز پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، اسراییل به غلی پاته نه شي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په وړاندې چې حاکمیت ته یې زیان رسوي او امنیت ته یې خطر پېښوي.

کټز ویلي، دا ګام به مخکې جدي عواقب ولري.

د فلسطین د ازادۍ غوښتونکي سازمان ( پي.ایل.او) مشر حسین الشیخ بیا د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې اعلان د " ازادې نړۍ" لپاره " تاریخي" کار بللی دی.

د فلسطین د ولسمشر محمود عباس دفتر هم د ایرلنډ، ناروې او اسپانیې د دغه اعلان هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د فلسطینیانو د حق په پېژندنه کې خپل مسولیت ادا کړي.

ایرلنډ او اسپانیا د اروپایي ټولنې غړي دي، خو ناروې د دغې ټولنې غړیتوب نه لري.

د جرمني خبري اژانس په وینا، د ملګرو ملتونو اکثره غړي هېوادونه فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني، خو متحده ایالتونه، برېتانیا، فرانسه او جرمني دغې ډله کې نه دي شامل.

XS
SM
MD
LG