د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د فلسطينيانو او اسرايلي پوليسو ترمنځ نښته؛ يو اسراييلی ساتونکی وژل شوی


انځور، اسرايلي عسکر
انځور، اسرايلي عسکر

د اسراییل پوځ وايي یو اسراییلی ساتونکی بېګاه ناوخته د دوو فلسطیني بریدګرو په ډزو وژل شوی دی.

د الاقصی جومات پر سر د فلسطینیانو او اسرایلي پوځیانو تر منځ د شخړو دوام او ورسره تاوتریخجنې پېښې.

بېګا ناوخته د اسراییلو تر ولکې لاندې اېریئل ښارګوټي کې دوو بریدګرو یو اسراییلی ساتونکی په ډزو وژلی دی.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې پر دغه اسراییلي ساتونکي د ایریل ښارګوټي ته د ننوتو پر مهال برید شوی خو دوی به بریدګر تعقیبوي.

نن سهار وختي د پېښې سیمې ته ژغورونکي او پولیس ورغلي وو او سیمه یې بېرته پاکه کړې ده.

د ایرئیل ښاروال ایلي شېوېرو رویټرز ته د پېښې په اړه وویل:"یو موټر دې سیمې ته راغی. ژېړ پلېټ یې درلود. دوه ترهګر پکې ناست وو. هغوی له موټره ډزې پيل کړې او بیا راووتل. یو ګارډ ولګېد او مړ شو. بل ګارډ چې دننه وو هغه بچ شو. موټر خپل مخه تاو کړه او له سیمې وتښتېد. زه غواړم ووایم چې موږ په امنیتي کسانو باور لرو او هغوی به ونیسي."

د حماس اسلامي غورځنګ د اسراییلي ساتونکي وژل "د اتلولۍ عملیات" بللي او د حماس ویاند حازم قاسم ویلي چې دا برید یې په "القصی باندې د حملې" په غچ کې کړی دی.

د فلسطین سره صلیب ویلي په الاقصی جومات کې چې د مسلمانانو او یهودانو له خوا یې درناوی کېږي، د اسراییلي پوځیانو او فلسطینیانو په اخ او ډب کې ۴۲ تنه ټپیان شوي دي.

د اسراییل پولیسو داسې انځورونه خپاره کړي چې ځوانان د جمعې په سهار وختي د الاقصی جومات په انګړ کې د ډبرو ګوزار کوي. اسراییلي پولیس سهار وختي دې جومات ته رسېدلي وو.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې اسراییلي پولیسو پلاستیکي مرمۍ او اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه.

بل لور ته د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی نن سهار وختي اسراییلي ځواکونو د قلقیلیه ښارګوټي ته نږدې یو اووه ویشت کلن فلسطینی وژلی دی.

په تېرو دوو اونیو کې د الاقصی په جومات کې د نښتو له امله شاوخوا ۳۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي. الاقصی جومات د مسلمانانو دریم مقدس ځای دی. دا د یهودانو لپاره ترټولو سپیڅلی ځای هم دی چې د معبد غره په نوم یې یادوي.

الاقصی جومات په ختیځ بیت المقدس کې موقعیت لري، کوم چې اسراییل د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې په جریان کې ونیوه او له خپلې خاورې سره یې ضمیمه کړ، هغه اقدام چې د نړۍ ډیری هیوادونو په رسمیت ونه پيژاند.

XS
SM
MD
LG