د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

امریکا د جرمونو پر نړیوالې محکمې د احتمالي بندیزونو نوي کولو ته لېوالتیا لري


د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره لېواله ده چې له کانګرس سره په همکارۍ په هاګ کې جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه بېرته نوي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، د ولسمشر جوبایډن اداره لېواله ده چې له کانګرس سره د جرمونو پر نړیوالې محکمې د احتمالي بندیزونو په برخه کې همکاري وکړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې امریکایي جمهوریپال سناتور لینډسي ګراهام د سنا جرګې د بودیجې د تخصیص کمېټې په استماعیه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې غواړي په هاګ مېشتې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لوی څارنوال د وروستي اقدام پر وړاندې، پر دې محکمې د امریکا له‌خوا د بندیزونو د نوي کولو شاهد واوسي.

ډیموکراټ ولسمشر جوبایډن او د هغه سیاسي مخالفانو د جرمونو د نړیوالې محکمې د لوی څارنوال کریم خان پر وروستۍ اعلامیې سخت انتقادونه کړي او استدلال یې کړی چې دا محکمه په غزې تړانګه کې د جګړې په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

کریم خان د مې په نولسمه اعلان وکړ چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع وزیر یوایف ګالانت او د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د درېیو مشرانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

اوس د جرمونو د نړیوالې محکمې درې قاضیان د هغو اسنادو څېړنه کوي چې د لوی څارنوال له‌خوا ورته وړاندې شوې او په دې اړه به چې ایا دغه کسان ونیول شي که نه، پرېکړه کوي.

د دې محکمې ویندوی قادي عبدالله ازادي راډیو ته ویلي چې محکمه به په یوه مناسب وخت کې خپله پرېکړه اعلان کړي خو د دقیق وخت په اړه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا متحده ایالات او اسراییل د جرمونو د نړیوالې محکمې غړي نه‌دي، خو اسراییل په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې د ډل‌وژنې د ادعاوو په اړه چې قضیه یې د جنوبي افریقا له‌خوا په دې محکمه کې راپورته شوې وه، همکاري وکړه.

خو متحدو ایالتونو په تیرکې د دې محکمې د هغې پرېکړې ملاتړ کړی و چې د اوکراین د جګړې له کبله یې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د نیولو لپاره صادره کړی ده.

متحده ایالتونو همدارنګه په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې هغه مهال دا محکمه د امریکا د ملي حاکمیت پر نقض تورنه کړه چې په افغانستان کې یې د ترسره شویو جنګي جنایتونو په اړه د تحقیقاتو ترسره کولو ته اجازه ورکړه.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ ادارې د محکمې د دغه اقدام پر وړاندې د دې محکمې د هغه مهال د لویې څارنوالې فاتو بینسودا په ګډون د دې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګول، په امریکا کې یې د هغوی شتمني کنګل او پر هغوی یې د سفر بندیز ولګاوه.

خو جوبایډن د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې لږ وروسته له هغې چې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، دغه بندیزونه لغوه کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG