د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د یو شمېر اسراییلي چارواکو او حماس مشرانو د نیول کېدو لپاره د حکمونو د صادرېدو غوښتنه


د عکس ښي لور ته د اسراییل د صدراعظم بنیامین او چپ لور ته د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت
د عکس ښي لور ته د اسراییل د صدراعظم بنیامین او چپ لور ته د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت

د نړیوالې جزايي محکمې عمومي منشي کریم خان نن (دوشنبه د غويي په ۳۱مه) وویل چې د جګړې په تور یې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېیو مشرانو د نیول کېدو لپاره د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

کریم خان دا خبره په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې ده.

هغه د حماس له مشرانو د یوه- یحیی ابراهیم سنور، د حماس د پوځی څانګې د قوماندان محمد المصري او د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د قاضیانو یوه ډله به دا معلومه کړي چې ایا شواهد به وي چې د دوی د نیول کېدو احکام صادر شي.

د نړیوالې جزايي محکمې ویاند فادي عبدالله ازادي راډیو ته په یوه ایمیل کې ویلي چې د دې محکمې قاضیان به پر ټاکلي وخت خپله پرېکړه اعلان کړي. خو هغه نور جزیات ورنه کړل.

رویټرز زیاته کړې چې نړیواله جزايي محکمه د نیولو د امر د عملي کولو کومه وسیله نه لري او امریکا او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې د غزې د جګړې په اړه د دې محکمې له تحقیقاتو سره مخالفت کړی دی.

د نړیوالې جزايي محکمې عمومي منشي کریم خان
د نړیوالې جزايي محکمې عمومي منشي کریم خان

څارنوال کریم خان ویلي چې نتنیاهو او ګالنټ په مختلفو قضیو تورن دي چې د جنګي جرم په توګه پکې د کړاو رامنځته کولو، د قصدي وژنو او د وګړو د په وږي ساتلو موارد شامل دي.

د حماس درې مشران هم له مختلفو تورونو سره مخامخ دي لکه: د جرمونو مسولیت، لکه د تباهۍ او وژنې، یرغمل نیولو، شکنجې، جنسي تیري او د تاوتریخوالي نور موارد.

خو اسرائیلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جرمونو تورونه رد کړي دي.

د کریم خان د دغه اقدام اهمیت څه دی؟

دا خبره د اروپا د شورا د بهرنیو اړیکو لوړپوړي کارپوه او د جنګي جرمونو د پروژې پخواني اجرایوي مشر انتوني ډوکین د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

"په دې کې شک نشته چې د نړیوالې جزايي محکمې د مشر لخوا د حماس د مشرانو او د اسراییلو د صدراعظم او د دفاع د وزیر د نیولو د حکم د صادرولو غوښتنه په حقیقت کې یوه مهمه شېبه ده. هم د نړیوالې جنایي محکمې د تحول او هم په منځني ختیځ کې د جګړې په تړاو."

د دې غوښتنې په اړه غبرګونونه څه دي؟

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، څو اسراییلي وزیرانو او همدارنګه فلسطیني چارواکو د نړیوالې جزايي محکمې د مشر دا غوښتنه غندلې ده.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز د څارنوال کریم خان هغه پرېکړه چې د اسرایلي مشرانو پر وړاندې د نیولو د امر غوښتنه یې کړې ده "یو تاریخي ذلت چې تل به یاد وساتل شي،"یاده کړې ده.

د اسوشیېټډ پرېس په وینا، هغه زیاته کړه چې دی به یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي او د نړۍ له مشرانو سره به کار وکړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د اسراییلي مشرانو پر وړاندې به دا ډول حکم نه اجرا کیږي.

د چین او روسیې ترڅنګ اسراییل او امریکا د نړیوالې جزايي محکمې غړي نه دي.

اسوشیټیډ پریس ویلي دي چې حتی که د نیولو امر صادر هم شي، نتانیاهو او ګالنټ د محاکمې له سمدستي ګواښ سره نه دي مخامخ. خو وروسته لولو چې د څارنوال کریم خان دا اعلان به له یوې خوا د اسرایل انزوا نوره هم ژوره کړي او له بلې خوا ممکنه ده چې د اسراییل صدراعظم ته به بهر ته سفر ستونزمن کړي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

نړیواله جزايي محکمه په ۲۰۰۲کې تاسیس شوه چې د مختلفو جرمونو مسوول کسان محاکمه کړي چې د جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه، او نسل وژنې جرمونه پکې شامل دي. دا محکمه هغه وخت اقدام کوي چې هېوادونه یا په خپله خاوره کې د جرمونو د محاکمه کولو توان او یا یې د تعقیب لېوالتیا ونه لري. خو اسرایل استدلال کوي چې یو اغېزناک قضایي سیسټم لري.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه حماس ډلې د اسراییل پر ځینو برخو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. په دغو کې ډېری یې ملکي وګړي ول او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. له هغه وروسته اسراییل پر غزه خپل بریدونه پیل کړل.

د غزې په تړانګه کې روغتیايي چارواکو اټکل کړی چې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۵ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او د دوی په وینا لږ تر لږه نیمايي یې ښځې او ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG