د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې پر کړنو د اسراییل د دفاع وزیر توندې نیوکې


د اسراییلو د دفاع وزیر، یوو ګالانټ
د اسراییلو د دفاع وزیر، یوو ګالانټ

د اسراییلو د دفاع وزیر د جرمونو نړیواله محکمه (icc) له اسراییلو څخه د ځان د دفاع د حق په اخیستو تورنه کړې ده.

یوو ګالانټ وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون د اسراییلو او د حماس ډلې د یو شمیر مشرانو د نیول غوښتنه وکړه.

امریکا او اورپايي ټولنه حماس ډلې د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

د اسراییلو د دفاع وزیر پرون د مې ۲۰ پر ټولنیزو رسنیو په یوه پیغام کې ویلي، اسراییل به د هرې هغې هڅې مخه نیسي چې له دې هېواده د ځان د دفاع حق اخلې او د یرغمل شویو د نه راخوشې کېدو سبب ګرځي.

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان د مې په ۱۹ مه په یو خبرپاڼه کې وویل، د جګړې په تور یې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د دفاع وزیر یوف ګالانت او د حماس د درېیو مشرانو د نیول کېدو لپاره د امر صادرېدوغوښتنه کړې ده.

اسراییلي ځواکونه په غزه کې
اسراییلي ځواکونه په غزه کې

ښاغلي خان په خبرپاڼه کې د حماس له مشرانو هر یو: یحیی ابراهیم سنور، د حماس د پوځي څانګې د قوماندان محمد المصري او د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي خان ویلي، دی داسې دلایل لري چې پر بنسټ يې د دې کسانو د نیول کیدو غوښتنه کړې ده.

هغه په غزه کې په قصدي توګه د جګړي لپاره د "ملکي خلکو لوږه" جنګي وسیلې په توګه کارول، "په ملکي کسانومستقما او قصدي بریدونه" او نورې غیر انساني کړنې د اولیه ثبتونو په توګه یادې کړې دي.

ښاغلی خان د حماس مشران د "یرغمل نیولو" پر "خلکو د جنسي تېري" شکنجې او په نورو غیرانساني کړنو تورن کړي دي.

د محکمې درې قاضیان د اسنادونو له ارزولو وروسته د دې مشرانو د نیولو یا نه نیولو پرېکړه وکړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې ویاند فادی عبدالله د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته د یوه برېښنلیک په ځواب کې ویلي، ای سي سي به په مناسب وخت کې خپله پرېکړه وکړي.

خو چې دا پرېکړه به کله کیږي په اړه يې څه ونه ویل.

حماس ډله هم په جنګي جرمونو تورنه شوې ده
حماس ډله هم په جنګي جرمونو تورنه شوې ده

د تېر کال د اکتوبر په ۷ حماس وسله ډلې پر اسراییلو برید وکړ چې څه باندې ۱۲۰۰ کسان يې ووژل او ۲۴۰ نور يې له ځان یرغمل غزې ته یوړل.

غزه چې د ۲،۳ میلیونو فلسطینیانو کور دی، اسراییلو پر هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د حماس تر کنټرول لاندې د عامي روغتیا وزارت په خبره، تراوسه په دې جګړه کې څه باندې ۳۵ زره کسان وژل شوي او په زرهاوو نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په غزه کې خلک له سخت بشري بحران او لوږې سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG