د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د فلسطینیانو -اسراییلو تشدد؛ جرمونو نړیواله محکمه: د عاملانو پر وړاندې اقدام کوو


ارشیف
ارشیف

د جرمونو د نړیوالې محکمې یا ICC څارنواله وايي چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه د دې محکمې له خوا په پیل شويو تحقیقاتو کې ښايي د روان تشدد پېښې هم شاملې شي.

فاتو بېنسودا پرون د مې په ۱۳مه له رویټرز خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په دې تحقیقاتو کې چې د اسراییلو او فلسطینیانو د اوسني کړکېچ له پیله د جنګي جرایمو د ادعاوو په اړه روان دي، ښايي هغه افراد په نښه شي چې د وینو بهولو په دې بهیر کې لاس لري او زیاته یې کړه چې خپله دا ژمنه به د اسراییلو له همکارۍ پرته هم عملي کړي.

مېرمن بېنسودا چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لویې څارنوالې په توګه د نهه کلن ماموریت پای ته یې یوازې دوه اوونۍ پاتې دي، ټینګار وکړ چې د دې محکمې له خوا پیل شوي تحقیقات د قانون په اساس کېږي او سیاسي انګېزه نه لري.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنواله فاتو بېنسودا
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنواله فاتو بېنسودا

له دې مخکې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي و چې ICC بې پرې نه ده.

هغه ویلي و چې دا محکمه یوازې د اسراییلو په دولت پسې ده، خو مېرمن بېنسودا دا تور رد کړ او ویې ویل چې د جرمونو نړیوالې محکمې د شفافیت په خاطر هم له اسراییلیانو او هم له فلسطینیانو سره د روانو تحقیقاتو په اړه په منظم ډول خبرې کړي، څو دواړه خواوو ته د خپلو دریځونو د څرګندولو عادلانه فرصت په لاس ورکړي.

اسراییل او فلسطیني تُندلاري د تېرې جمعې په ورځ په هغه شخړه کې ښکېل شول چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی. دا شخړه وروسته له هغه پیل شوه چې فلسطینیانو د بیت المقدس د زاړه ښار پر ځینو برخو د اسراییلیانو د ننوتو پر وړاندې اعتراض وکړ او اسراییلو له دې سیمې څخه د فلسطینیانو د اېستلو هڅه وکړه، څو اسراییلي کډوال هلته مېشت کړي.

په دې ترڅ کې اسراییلي جنګي الوتکو د غزې په تړانګه کې د دېره وسله والو پر مرکزونو هوايي حملې وکړې او افراطي وسله والو له دې ګڼ مېشتې سیمې د اسراییلو پر خاوره له شپاړس سوو زیات توغندي وویشتل.

په دې جګړه کې تراوسه لږ تر لږه ۸۳ فلسطینیان او اووه تنه اسراییلیان وژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون ناوخته له خپلو سرتېرو سره په کتنه کې د حماس او جهاد د اسلامپالو ډلو د توغندیو د ګواښونو پر وړاندې د اسراییلو د دفاعي سیسټم پر اغېزمنتوب خبرې وکړې.

نتانیاهو زیاته کړه: "د اسراییلو د توغندویي حملو ضد دفاعي سیسټم موږ ته د عملیاتو فرصت راکوي. زموږ دفاعي ځواکونو لا مخکې سلګونه اهداف په نښه کړي او ډېر ژر به د دې اهدافو شمېر له زرو واوړي. موږ به د خپلو وګړو د دفاع په خاطر پر حماس ډلې حملو ته دوام ورکړو او هغه هدف ته به ورسېږو چې اسراییل ته یوځل بیا امنیت راوړو."

فلسطینۍ اداره چې د لویدیځې غاړې پر ځینو برخو واک چلوي په غزه کې هېڅ ځواک نه لري خو دې ادارې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري په ۲۰۰۸، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې د اسراییلو له خوا د ترسره شویو جرمونو د ادعاوو په اړه د څېړنو پرله پسې غوښتنه کړې.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG