د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

پر اسراییل د نسل وژنې تور او د عدالت د نړیوالې محکمې لومړنۍ پرېکړه


د عدالت نړیوالې محکمې اړونده غونډه
د عدالت نړیوالې محکمې اړونده غونډه

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې نن جمعه پرېکړه وکړه چې په غزه کې د روانو پوځي عملیاتو له کبله به د اسراییل په وړاندې د نسل­ وژنې تورونه لیرې نه کړي.

دغې محکمې دا پرېکړه د نړۍ تر ټولو خونړۍ شخړې په اړه په خپل ابتدايي حکم کې کړې ده.

په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې له اسراییل په غزه کې د پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه نه ده کړې، خو اسراییل یې مکلف کړی چې د فلسطینیانو د خوندیتوب لپاره لا نور اقدامات وکړي.

دغې محکمې اسراییل ته امر کړی چې په غزه کې د نسل وژنې د اعمالو د مخنیوي لپاره د خپل توان په حد کې ټول اقدامات وکړي.

دغه ابتدائیه حکم د ۱۷ قاضیانو له خوا صادر شو او محکمې ویلي چې پر اسراییل لګېدلي تورنه به پر ځای وي.

په ابتدائیه حکم کې ویل شوي چې اسراییل باید ډاډ ورکړي چې ځواکونه یې نسل­وژنه نه کوي او د بشري وضعیت د بهترۍ لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

په حکم کې ویل شوي چې اسراییل باید په یوه میاشت کې دننه محکمې ته د دغه حکم د عملي کولو په باب راپور ورکړي.

د عدالت نړیوالې محکمې دا ابتدائیه حکم د جنوبي افریقا د قانوني شکایت په رڼا کې صادر کړی دی.

جنوبي افریقا په خپل شکایت کې د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتي وو چې له اسراییل وغواړي څو په غزه کې خپل عملیات ودروي.

په غزه کې د اسراییل د بمبار یوه څنډه
په غزه کې د اسراییل د بمبار یوه څنډه

په غزه کې د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات وروسته له هغې پیل شول چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه، لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د عدالت نړیواله محکمه د خپلو حکمونو د عملي کولو لپاره لږ صلاحیت لري او نننی ابتدائیه حکم یې د جنوبي افریقا د قانوني شکایت په رڼا کې صادرېږي.

د مرغومي/ جدي پر ۲۱مه، د عدالت په نړيواله محکمه ICJ کې جنوبي افريقا په خپل قانوني شکایت کې اسرایيل په غزه کې د فلسطينيانو په ډله ييزه وژنه تورن کړ او له دغې محکمې يې وغوښتل چې اسراییل اړ کړي څو سمدلاسه په غزه کې خپل پوځي عمليات ودروي .

د جنوبي افریقا د قانوني شکایت تر درج یوه ورځ وروسته اسراییل خپله دفاعیه وړاندې کړه او لګېدلي تورونه یې رد کړل.

ویل شوي چې د فلسطین یو هیئت هم نن په هاګ کې د عدالت د نړیوالې محکمې په جلسه کې برخه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د جنوب په خان یونس او نورو کلابندو شویو سیمو کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه په نړیواله سطحه اندېښنې ښوول شوې دي.

د فرانسې خبري اژانس په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې په سلګونو فلسطینیان د هغې لارۍ په شا و خوا کې ولاړ دي چې غزې ته بشري مرستې لېږدوي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې پرون پنج شنبه د غزې په شا و خوا کې ۲۰ هغه کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي چې هلته د مرستو ترلاسه کولو لپاره انتظار وو.

دغه وزارت نن جمعه ویلي د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۲۶زره ۸۳ کسان وژل شوي او تر ۶۴زرو ۴۰۰ زیات نور ټپیان شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG