د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

پر غزې د اسراییلو بمبار؛ تېره شپه ۱۲۵ تنه وژل شوي


پر غزې د اسراییلو تازه هوايي بریدونه
پر غزې د اسراییلو تازه هوايي بریدونه

په غزې تړانګه کې د جګړې له شدت سره همهاله، ملګري ملتونه وایي چې اسراییلي پوځیانو د خان یونس سیمې د یوې برخې اوسیدونکو ته د تخلیې خبرداری ورکړی دی.

فرانس پریس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په حواله د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د خان یونس په دغې سیمه کې نژدې نیم میلیون اوسیدونکي او بې ځایه شوي ژوند کوي.

دغه سیمه کې د تخلیې خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ویلي، د غزې اوسیدونکي " د خوړو له شدید نه مصونیت" سره مخامخ دي.

د غزې د جګړې شدت اوس پر خان یونس سیمه ده.

د فرانس پریس په وینا، دا سیمه د حماس سخت دریځې ډلې چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګر ګڼي، د غزې د مشر یحیا سینور ټاټوبی دی.

اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پرمهال
اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پرمهال

یحیا سینور پر اسراییلو د تېرې اکتوبر میاشتې د ۷مې بریدونو اصلي طراح بلل کیږي، هغه بریدونه چې پر مهال یې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او د غزې د جګړې پیلامه شوه.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، ویلي چې پر خان یونس سیمه د اسراییلي پوځیانو د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې ۱۲۵ تنه وژل شوي دي.

د غزې حکومت اسراییلي پوځ تورنوي چې په زوره لسګونه زره کسان له خان یونس سیمې څخه د رفح بندر ته چې له مصر سره پر پوله پروت دی، کډه کوي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د اسراییلو د جګړې له پيله په غزه کې ۲۵۴۹۰ تنه وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې په جګړه کې لسګونه زره نور ټپیان شوي هم دي.

فرانس پریس اژانس د ملکیانو همدې مرګ ژوبلې ته په پام وایي چې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د عامو اسرایلیانو له خوا تر فشار لاندې دی چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG