د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

حماس ډلې پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي


له غزې څخه د اسراییلو پر لور د راکټي برید یو انځور. د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر لومړۍ نېټه
له غزې څخه د اسراییلو پر لور د راکټي برید یو انځور. د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر لومړۍ نېټه

د حماس وسله‌والې ډلې پرون پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي دي.

اسراییل تایید کړه چې له رفح څخه لږ تر لږه اته میزایله د دوی په خاوره توغول شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې د یکشنبې په ورځ وویل چې له دې ډلې یې څو میزایله تعقیب او نسکور کړي دي.

د اسراییلو مرستندویه او ژغورونکي سازمان خبر ورکړی چې یو کس د تل‌ابیب په هرتزلیا ښار کې سطحي ټپي شوی دی.

اسوشېټېډ پرېس اژانس هم په تل‌ابیب کې د خطر د زنګونو ویډیوګانې خپرې کړي چې ورسره خلک ځانونه خوندي سیمو ته رسوي.

همداراز د یوه راکټ د لګېدو په نتیجه کې د یوې ودانۍ تخریب شوې برخه هم ښکاري.

دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړی ځل دی چې پر اسراییلو راکټي برید کېږي.

د یکشنبې ورځې د برید مسوولیت د حماس جنګي برخې منلی دی.

حماس د امریکا او اروپا له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

حماس ویلي، د یکشنبې ورځې برید یې په غزه تړانګه د اسراییلو د بریدونو په غچ کې کړي چې په خبره یې ۳۶زره فلسطینیان په‌کې وژل شوي دي.

غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

پر تل‌ابیب د میزایلو له لګېدو وروسته د اسراییلو هوايي چلند سازمان خبر ورکړ چې ممکن الوتنې له خنډ سره مخ شي.

پر اسراییل د حماس د دغو تازه توغندیزو بریدونو په غبرګون د اسراییلو د جنګ د کابینې وزیر بني ګانتس ویلي، دا بریدونه ښيي چې اسراییل د ده په خبره باید په رفح ښار کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

اسراییل ویلي، رفح د حماس د وسله‌والو وروستی پټنځای دی او دوی د حماس د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د اسراییلو دفاع وزیر یواو ګالانت هم رفح ته تللی و څو له اسراییلي پوځیانو سره له نږدې وګوري.

هغه بیا ویلي چې د اسراییلي یرغملو د ستنولو لپاره له ټولو پوځي او ډیپلوماټیکو لارو کار اخلي.

لومړی وار د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۷مه د حماس وسله‌والو د اسراییلو په خاوره پراخ بریدونه وکړل چې په یوه ورځ یې د راپورونو له مخې څه باندې ۱۲سوه کسان مړه او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل ونیول.

د یرغملو له ډلې ګڼ د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشې شول، خو اسراییل وایي لا هم شاوخوا سل تنه یرغمل له حماس سره پاتې دي چې دوی یې د خلاصون لپاره پوځي عملیات کوي.

د حماس د بریدونو په غبرګون اسراییلو په غزې تړانګې خپل پراخ هوایي او ځمکني بریدونه پيل کړل چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۳۶زره فلسطینیان تر دې دمه وژل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG