د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د اسراییل په اړه د عدالت نړیوالې محکمې له حکم څخه د ګڼو هېوادونو هرکلی


د عدالت نړیواله محکمه
د عدالت نړیواله محکمه

د نړۍ ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې یا (ICJ) د پروني حکم هرکلی وکړ چې له اسراییل په کې غوښتنه شوې، څو د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل پوځي عملیات سم د لاسه بند کړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له اسراییل غوښتنه کړې چې هغه اقدامات چې د عدالت نړیوالې محکمې په ګوته کړي، عملي کړي.

په عین حال کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي د عدالت نړیوالې محکمې حکم، په غزه کې د اسرائیل د جنګي جنایتونو رسوا کېدل بللي دي.

مصر او اردن دواړو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې له خپل نړیوال نفوذ په استفاده پر اسرائیل فشار راولي چې په رفح کې پوځي عملیات او په غزه کې روان بشري ناورین پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویاند هم پرون ویلي، د محکمې پرېکړې واجب الاجرا دي او باور لري چې ښکېل اړخونه به پر وخت د محکمې تازه حکم رعایتوي.

جنوبي افریقا هم د حکم د هرکلي تر څنګ له اسراییل غوښتنه کړې چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل عملیات بند او له دغه ښاره خپل ځواکونه وباسي.

د کاناډا د صدراعظم مرستیالې کریستیا فریلنډ په دې اړه په عکس العمل کې ویلي چې تمه لري ټول ښکېل اړخونه نړیوال قانون رعایت کړي.

د اسراییل وزیرانو د عدالت نړیوالې محکمې حکم رد کړ او ویې ویل چې له حماس ډلې به د یرغمل شویو د خلاصون لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د محکمې حکم ستایلی، خو انتقاد یې کړی چې په دغه حکم کې د جګړه ځپلې غزې نورې برخې له پامه غورځول شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر د عدالت نړیوالې محکمې د حکم هرکلی وکړ او هغه هم له اسراییل په رفح ښار کې د پوځي عملیاتو د بندولو او له اسرائیل دغه حکم ته د غاړې ایښوولو غوښتنه وکړه.

د غزې یوه څنډه، د اسراییلي ځواکونو عملیات یې یو مهم لامل ګڼل کیږي
د غزې یوه څنډه، د اسراییلي ځواکونو عملیات یې یو مهم لامل ګڼل کیږي

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د پوځي عملیاتو د بندلو غوښتنه کړې، خو په کلابنده شوې غزه کې یې د اوربند د نافذېدو له حکم ډډه کړې ده.

د اسراییل پر جګړې وروسته له هغې انتقادونه زیات شول چې روانه میلادي میاشت کې یې په رفح ښار کې خپل پوځي عملیات وغزول.

تېره چهارشنبه درېیو اروپايي هېوادونو ناروې، هسپانیا او ایرلنډ اعلان وکړ چې دوی به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، هغه څه چې د اسراییل سخت عکس العمل یې وپاراوه.

د غزې د ټولو ۲ ملیونو او درې لکه وګړو تر نیمايي زیاتو یې د جګړو له کبله رفح ښار ته پناه وړې ده، خو په رفح کې د عملیاتو له پیل سره په لسګونو زره کسان نورو ځایونو ته په کډې کولو مجبوره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG