د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

اوربند لپاره وړاندیز شوی پلان؛ کربي: د اوس لپاره امریکا د حماس رسمي ځواب ته انتظار باسي


غزه کې د روانې جګړې یو انځور
غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د امريکا متحده ايالات وايي، که حماس په غزه کې د څو پړاويز اوربند وړانديز شوی پلان ومني، نو تمه لري چې اسرایيل هم دغه طرحه تعقيب کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند وايي، که حماس د اوربند وړاندیز ته غاړه کېږدي، دوی تمه لري چې اسرایيل به هم دا پلان ومني.

جان کربي پرون د جون ۲مه له "اې‌بي‌سي" نیوز سره په خبرو کې وویل چې د اوربند پلان د پنجشنبې په شپه له حماس سره شریک شوی.

کربي زیاته کړه چې د اوس لپاره متحده ایالات د حماس رسمي ځواب ته انتظار باسي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

دغې ډلې اوس ویلي چې د درې اړخیز اوربند پلان مثبت ګڼي.

د غزې د اوربند د پلان د وړاندې کولو پر مهال ولسمشر جوبایډن وویل چې دا طرحه په یوې شپږ اوونیزې دورې سره پیل شي د غزې تړانګې له ټولو سیمو څخه د اسراییلي ځواکونو وتل او د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو تبادله به په‌کې شامله وي.

بایډن ټینګار وکړ چې اسراییل او فلسطینیان به بیا د یوه تلپاتي اوربند په اړه خبرې وکړي او دا دا اوربند به تر هغه وخته پورې پر ځای وي چې خبرې دوام ولري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

په ورته وخت کې د مصر حکومت ته نږدې رسنیو خبر ورکړی چې په غزه کې د رفح لارې د بیا پرانیستلو په اړه د امریکايي، مصري او اسراییلي چارواکو تر منځ غونډه پای ته رسېدلې ده.

دغو رسنیو پرون د غونډې د پایلو د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې قاهره یوځل بیا د درې واړو لورو د پلاويو کوربه وه.

د مصر پر پوله د رفح کرښه غزې ته د مرستو رسولو یوه مهمه لار ده.

غزه چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د اسراییلو تر بشپړې محاصرې لاندې ده، له قحطۍ سره مخ ده او اسراییل د رفح له لارې سیمې ته د مرستو رسولو اجازه نه ورکوي.

د مصر د استخباراتو په ریاست پورې اړوند د القاهره خبري شبکې د یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي په حواله ویلي چې د یکشنبې په ورځ په غونډه کې د مصر امنیتي پلاوي د رفح د پولې د تړلو او د بشري مرستو د ورتګ د مخنیوي بشپړ مسوولیت د اسراییلو په غاړه واچاوه.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې د حماس له خوا په اسراییلو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. حماس شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

بیا د اسراییلو بریدونه پیل شول چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې په پوره شدت سره دوام وکړ.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر ولکې لاندې دی وايي، د اسراییلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر ۳۶ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG