د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د مصري، امریکايي او اسراییلي استازو کتنه؛ هدف یې د رفح ښار د سرحدي دروازې پرانیستل دي


نږدې یوه میاشت کېږي، له مصر سره د غزې تړانګې دغه مهمه او حیاتي دروازه تړلې ده.
نږدې یوه میاشت کېږي، له مصر سره د غزې تړانګې دغه مهمه او حیاتي دروازه تړلې ده.

ټاکل شوې نن یکشنبه د مصر، د امریکا د متحدو ایالتونو او اسراییل استازي په قاهره کې سره جرګه شي.

د مصر، د امریکا د متحدو ایالتونو او اسراییل چارواکي نن یکشنبه د مصر په پلازمېنه قاهره کې سره ګوري او دوی به د غزې د جنوبي ښار رفح د سرحدي دروازې د بیا پرانیستلو په باب بحث وکړي.

نږدې یوه میاشت کېږي، له مصر سره د غزې تړانګې دغه مهمه او حیاتي دروازه تړلې ده.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د مصر یوې لوړ رتبه امنیتي سرچینې پرون القاهرې تلوېزیوني شبکې ته ویلي، د مصر حکومت ټینګار کوي چې د دې سرحدي دروازې له فلسطیني اړخ څخه د اسراییل ځواکونه په بشپړ ډول ووځي.

د دې سرچینې په وینا، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، مصر ټولو ښکېلو اړخونو ته خپل پخوانی دریځ په ډاګه کړی، هغه دا چې دغه دروازه دې تر هغو نه پرانیستل کېږي، چې اسراییلي ځواکونه د هغې پر فلسطیني اړخ کنټرول لري.

د جرمني خبري اژانس وايي، معلومه نه ده چې د مصر، امریکا او اسراییل د کومې سطحې استازي نن په خپلو کې خبرو ته کېني.

د اسراییل ځواکونو د مې میاشتې پر اوومه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د غزې په جنوب کې د رفح ښار د سرحدي دروازې د فلسطیني اړخ کنټرول په لاس واخیست.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

له دې سره د غزې ګڼ مېشتو سیمو ته د بشري مرستو د رسېدو مخه ونیول شوه.

مصر وايي، تر هغو چې اسرائیلي ځواکونه د دې سرحدي دروازې د غزې له اړخ څخه شا ته نه شي، غزې تړانګې ته د دې دروازې له لارې د بشري مرستو رسول نه همغږي کېږي.

مصر لومړنی عرب هېواد و، چې په ۱۹۷۹م کال کې یې له اسراییل سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

خو په غزې تړانګه کې دوامداره پوځي تحرکاتو په مصر کې د اسراییل ضد احساسات پارولي او د مصر او اسراییل ترمنځ د څو لسیزو اړیکې یې له جدي خطر سره مخامخې کړې دي.

قاهره دغه راز اندېښنه لري چې د غزې په جنوب کې پر رفح ښار د اسراییل د تهاجم پراختیا به، د سینا ټاپووزمې پر لوري د خلکو د کډې کولو سبب شي.

رفح ښار ته له وړاندې د غزې له نورو برخو خلکو د جګړو له ډاره پناه وړې ده.

اسراییل رفح ښار د فلسطینۍ ډلې حماس، وروستی پناهځای ګڼي، هغه ډله چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر په ګډون ځینې هېوادونه هڅه کوي چې په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره جمعه په غزې تړانګه کې د اوربند وړاندیز وکړ چې درې پړاوونه لري، هغه ویلي چې دغه پروګرام به په غزه کې د شاوخوا اتو میاشتو جګړه ختمه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG