د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د رفح اوسېدونکو په سیمه کې د سختو بریدونو خبر ورکړ


په رفح کې د روانو جګړو یو انځور
په رفح کې د روانو جګړو یو انځور

وروسته له هغې چې د اسراییل پوځ له مصر سره پر پوله د غزې د یوه ستراتیژیک کوریډورد نیولو خبر ورکړ، د غزې تړانګې د جنوبي ښار رفح اوسېدونکو نن وویل چې تېره شپه په سیمه کې د سختو بریدونو شاهدان وو.

د فرانس‌پرېس خبري آژآنس د راپور له مخې د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل چې اسراییل هغه تنګه سرحدي سیمه تر کنټرول لاندې راوستې چې شاوخوا شل تونلونه په‌کې موندل شوي دي.

د اسراییل د یوه پوځي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېډپرېس آژانس ته ویلي چې ډېر تونلونه دوی ته معلوم نه و او هم یې ۸۲ لارې موندلې چې دغو تونلونو سره وصل دي.

هغه همدارنګه ویلي چې مصر ته یې پر دغه کوریډور د کنټرول په اړه هم خبر ورکړی دی.

مصر خپلې پولې ته نژدې په رفح ښار کې د اسراییل له پراخو پوځي عملیاتو سره سخت مخالفت ښودلی دی.

قاهرې تراوسه د اسراییل د پوځ د دغه وروستي اعلان پر وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی.

د راپور له مخې په سیمه کې د اسراییلي ځواکونو دغه وروستی پرمختګ ښایي د اسراییل او مصر په اړیکو کې کړکېچ لا زیات کړي.

په رفح کې د جګړو په زیاتېدو سره له سیمې د خلکو کډه کولو هم زور اخیستی دی.
په رفح کې د جګړو په زیاتېدو سره له سیمې د خلکو کډه کولو هم زور اخیستی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د مصر د دولتي خبري اژانس القاهره په حواله ویلي، اسراییل د تونلونو ادعا د دې لپاره کوي چې په رفح کې خپل عملیات توجیه کړي.

مصري چارواکو ویلي چې د اسراییل له‌خوا د فیلادیلفي کوریډور نیول کېدل به د سولې له هغه تړون څخه سرغړونه وانګېرل شي چې په ۱۹۷۹ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل په رفح کې د پوځي عملیاتو په پرمخ وړلو سره غواړي د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، وروستي وسله‌وال له منځه یوسي او هم دې ډلې ته قاچاقي تونلونه له منځه یوسي.

اسراییل په سیمه کې په پوځي عملیاتو کې د وروستي پرمختګ خبر داسې مهال ورکوي چې په غزه کې عیني شاهدانو نن پنجشنبې د رفح په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د نښتو راپورونه ورکړي دي.

دوی ویلي چې اسراییلي ځواکونو د ښار په ختیځو برخو کې چې اسراییلي ځواکونو د مې په اوومه نېټه پرې یرغل پیل کړی و، یو شمېر ودانۍ ویجاړې کړې دي.

په دغو نښتو کې تراوسه د مرګ‌ژوبلو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي دي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې له کله چې په رفح کې د اسراییل پوځي عملیات پیل شوې، د ملګرو ملتونو په وینا د دې سیمې د ۱،۴ میلیونه اوسېدونکو له ډلې چې ډېری یې په غزه کې د جګړو له امله په دې سیمه کې پناه اخیستې، شاوخوا یو میلیون کسان له سیمې وتلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG