د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

رفح ښار ته د اسراییلي ځواکونو ننوتل، بریدونه او نړیوال غبرګونونه


یو شمېر اسراییلي ځواکونه
یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره چې اسراییل باید په رفح کې خپل عملیات ودروي، د سه شنبې په ورځ اسراییلي ټانکونه د رفح مرکز ته ورسېدل او ځینې سیمې یې هم هدف ګرځولي.

د سیمې خلکو رویټرز او د جرمني خبري آژانسونو ته ویلي چې اسرائیلي ټانکونه د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار مرکز ته ننوتل.

اسراییلو لا رسمآ د رفح مرکز ته د ننوتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلکو ویلي چې دوی د اسراییل ټانکونه د رفح ښار په مرکز کې العوده جومات ته نږدې کتلي.

د رفح ښار ته په داخلیدو سره د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په اړه د نړیوالو خبرداریو سره سره، اسراییلو شاوخوا درې اونۍ وړاندې له مصر سره په دغه سرحدي سیمه کې عملیات پیل کړل.

رویټرز دا هم وايي چې اسراییلي ټانکونو او جنګیالیو د دوشنبې په ماښام او د سه شنبې په ورځ په رفح ښار کې پر هدفونو بریدونه کړي.

پر رفح ښار د بمبارۍ یوه څنډه
پر رفح ښار د بمبارۍ یوه څنډه

اسراییلو په رفح کې د یکشنبې په شپه د کډوالو په کمپ په برید سره لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. دغه برید کلکې نیوکې وپارولې او اروپايي ټولنې، عربي نړۍ او ملګرو ملتونو په کلکه وغندلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي په غزه کې هېڅ خوندي ځای نه دی پاتې او دا وحشت د ده په خبره باید ودرول شي.

د یکشنبې شپې تر بریدونو وروسته چې نیوکې یې هم وپارولې، د دوشنبې په شپه هم د اسراییلو په بریدونو کې د حماس افراطي ډلې د روغتیايي چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په رفح ښار کې د اسراييلي پوځ د ځمکنيو عملياتو له پيل راهيسې شاوخوا يو ميليون کسان له ښاره تښتېدلي دي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې هسپانیې، ایرلنډ او ناروې اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت به په رسمیت وپیژني. هسپانیې د سه شنبې په ورځ دغه ژمنه پوره کړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش

اسراییل له دې تګلارې سره سخت مخالفت کوي او وايي چې دا کار به د یوه «ترهګریز دولت» د رامنځ ته کېدو لامل شي.

د تېر کال د اکتوبر په ۷ پر اسراییلو باندې د حماس د سخت دریځې ډلې له برید او د ۱۲۰۰ اسراییلي وګړو له وژل کېدو او د ۲۵۰ کسانو له برمته کېدو وروسته، اسراییلي پوځ پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل.

حماس د اروپايي ټولنې او امریکا د تروریستي ډلو په لېست کې دی.

د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې ۳۶ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG