د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

پر رفح ښار د اسراییل بریدونو ته توند نړیوال غبرګونونه


پر رفح د اسراییل د برید یوه څنډه
پر رفح د اسراییل د برید یوه څنډه

د فلسطین د غزې په رفح کې د اسراییلو مرګونو بریدونو تُند نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې بریده سخت غوصه دی او له اسراییلو یې غوښتي چې په رفح کې عملیات پای ته ورسوي.

مکرون په ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په رفح کې فلسطیني ملکیانو ته هېڅ امن سیمه نه ده پاتې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل هم په ایکس پاڼه لیکلي چې د ماشومانو په شمول پر لسګونو بې کوره خلکو د اسراییلو د برید خبر ټکان ورکړی او دا برید په کلکه غندي.

عربي هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان هم دا برید غندلی دی.

په رفح کې د یکشنبې په شپه د فلسطیني کډوالو په کمپ په برید سره د حماس د روغتیايي چارواکو په خبره لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اسراییل په رفح باندې بریدونه په دې خاطر پیل کړي چې ګواکې د امریکا او اروپا له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس وروستي سنګرونه هلته دي.

د یکشنبې شپې تر برید وروسته د اسراییلو پوځ ویلي وو چې هلته یې د حماس دوه مشران وژلي خو د ملکیانو له وژنې هم خبر دي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نړیوالو له تندو غبرګونو وروسته د دوشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل چې د یکشنبې شپې برید «غمجنه پېښه بللې» ده.

هغه زیاته کړې چې: پوځیانو په رفح کې واردمخه شاوخوا یو میلیون غیرنظامي خلک ایستلي خو له هڅو سره سره چې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي له بده مرغه یوه تراژیکه تېروتنه شوې.

د اسراییلو صدراعظم ویلي چې د دې پېښې په اړه به څېړنې وکړي او پایلې به ترلاسه کړي ځکه د ده په ادعا دا یې تګلاره ده.

د راپورونو له مخې، د اسراییلو د یکشنبې شپې په برید سره د رفح د کډوالو په پنډغالي کې سلګونه کسان ژوبل هم دي. اکثر یې سخت سوځېدلي، په چرو لګېدلي او هډوکي یې مات دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG