د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

غزه کې د جګړې د پای او یرغملو د خلاصون په تړاو د بایډن په پلان کې څه وړاندیزونه شوي؟


 د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د غزې د جګړې د پای ته رسېدو او د یرغملو د خلاصون په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د اعلان شوي پلان په اړه حماس افراطي ډلې مثبت نظر وښود، خو اسراییل وايي، باید لومړی د حماس د حکومت کولو وړتیا پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د اوربند په بدل کې د یرغملو د خلاصون په خاطر د اسراییلو له‌خوا سختدریځې ډلې حماس ته د یوه نوي درې پړاویز پلان په وړاندې کولو سره، وویل چې دا پلان به په دې تړانګه کې شاوخوا اته میاشتنۍ جګړه پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې، حماس افراطي ډلې اعلان وکړ چې د بایډن د نوي وړاندیز په اړه "مثبت نظر" لري.

امریکا او اروپايي اتحادیه دا ډله تروریستي بولي.

د متحده ایالتونو ولسمشر د جمعې په ورځ، په سپینه ماڼۍ کې په یوه وینا کې، دا پلان تشریح کړ او ویې ویل چې د پلان په لومړي پړاو کې، چې شپږ اوونۍ به دوام وکړي، "بشپړ اوربند، د غزې له ګڼ نفوسه سیمو د اسراییلي ځواکونو وتل، د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې د ښځو، زړو او ټپیانو په شمول د یو شمېر یرغملو خلاصون شامل دي.

بایډن زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به د وژل شویو یرغملو جسدونه هم خپلو کورنیو ته وسپارل شي او د ورځې به ۶۰۰ لارۍ اجازه لري چې غزې ته بشري مرستې ورسوي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

هغه اعلان وکړ چې په دوهم پړاو کې به د ټولو یرغمل شویو خوشې کول او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل شامل وي.

د بایډن په وینا درېیم پړاو هم د غزې د تړانګې د پراخې بیارغونې پیل دی چې د لسیزو جګړو په ترڅ کې ویجاړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، افراطي ډله حماس نور د دې توان نه لري چې د تېر کال د اکټوبر د اوومې نېټې په څېر برید وکړي او په نړۍ کې د اسراییلو د لا منزوي کېدو خطر شته نو دا تړون یو فرصت دی چې ثابته کړي چې ایا دوی واقعاً د سولې په لټه کې دي که نه؟

د امریکا ولسمشر دې ته په اشارې چې دا طرحه د قطر له لوري حماس ته وړاندې شوې، حماس ته خبرداری ورکړ چې له دې وړاندیز سره موافقه وکړي.

ده د اسراییلو د ملاتړ سابقې ته په اشارې وویل: "باید دا شېبه له لاسه ورنه کړو هغه وخت دی چې دا جګړه پای ته ورسېږي."

جو بایډن همدا راز په اسراییل کې د غزې د جګړې د دوام له ملاتړکوونکو وغوښتل چې خپل فکر بدل کړي.

بایډن په دې اړه وویل: "زه پوهیږم چې په اسراییلو کې ځینې داسې کسان شته چې له دې پلان سره موافق نه دي او غواړي چې جګړه د تل لپاره دوام وکړي. ځینې یې حتی په ایتلافي حکومت (اسراییل) کې هم شامل دي. دوی دا خبره په واضح ډول کړې ده. دوی غواړي غزه اشغال کړي. دوی د جګړې دوام غواړي او د یرغمل شویو وضعیت ورته لومړیتوب نه دی."

بایدڼ زیاته کړه: "ما د اسراییلو له مشرتابه څخه وغوښتل چې له فشارونو سره سره د دې معاملې ملاتړ وکړي."

د جوبايډن له وينا وروسته د اسرایيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو وويل، په غزه کې جګړه به تر هغه وخته پای ته ونه رسېږي چې د حماس د واکمنۍ او حکومت کولو وړتيا له منځه لاړه نه شي.

په ورته وخت کې د حماس افراطي ډلې هم د امریکا د ولسمشر له وینا یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې د دایمي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو، د دې سیمې د بیارغونې او د یرغملو د تبادلې په اړه د جو بایډن د وینا په اړه مثبت نظر لري.

په غزه کې د اوربند لپاره د جوبایډن د نوښت د هرکلي په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د جګړې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له دې فرصت څخه د اوربند د ټینګولو، د ټولو برمته‌وو د خلاصون، د مرستو د رسېدو د یقیني کولو او په نهایت کې د یوې ټینګې سولې لپاره ګټه واخلي.

د راپورونو له مخې افراطي ډلې حماس د چهارشنبې په ورځ د قطر له لارې دغه وړاندیز ترلاسه کړی، خو دغه ډله ټینګار کوي چې هر ډول اوربند باید دایمي وي.

د حماس افراطي ډلې د جمعې په ورځ وویل چې دوی منځګړو ته خبر ورکړی چې یوازې به له "هر اړخیز" اوربند سره موافقه وکړي.

XS
SM
MD
LG