د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

غزه کې د اوربند ټینګېدو هڅې؛ بلېنکن د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر پیلوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په غزه کې د اوربند د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې نن د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفر لړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن له مصراو اسراییل څخه کتنه ترسره کړي.

دغه کتنه په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې واشنګټن پر حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اسراییل فشارونه زیات کړي څو دواړه لوري په غزه کې اوربند ته غاړه کېږدي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا په اتو میاشتو کې، له کله چې حماس پر اسراییل برید کړی او اسراییل یې هم په ځواب کې په غزه کې پراخه جګړه پیل کړې، سیمې ته د بلېنکن اتم سفر دی.

بلېنکن به قاهرې ته په سفر کې نن د دې هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وګوري او له هغې وروسته به اسراییل ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې بلېنکن به د اسراییل له صدراعظم بینامین نتنیاهو او دفاع له وزیر یواو ګالانت سره وګوري.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې سفر په ترڅ کې روانه اوونۍ اردن او قطر ته هم ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل چې بلېنکن به په دې سفر کې له خپلو شریکانو سره پر دې خبرې وکړي چې اړتیا ده یوه موافقه ترلاسه شي څو د ټولو یرغملو خلاصون یقیني او هم د دغې جګړې د لا پراخېدو مسئله ډاډ حاصل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

مېلر زیاته کړه چې بلېنکن به پر دې ټینګار وکړي چې دا مهمه ده چې حماس د اوربند لپاره وړاندې کړې طرح ومني.

له دغه سفر سره په یوه وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو پرون یکشنبې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه کړې چې د هغه پرېکړه‌لیک مسودې ته رایه ورکړي چې په غزه کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو د پلان ملاتړ کوي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د امریکا د پلاوي ویاند نیټ ایونز Nate Evans کړي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې د دغه پرېکړه‌لیک پر مسودې به په امنیت شورا کې کله رایې اخیستل کېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د مې په ۳۱مه په غزه کې د اوربند لپاره یوه طرحه اعلان کړه چې په درې پړاوونو کې به عملي کېږي.

د دغه وړاندیز له مخې به اسراییل په بشپړه توګه په غزه کې جګړه بندوي، د حماس له لوري د ټولو برمته‌وو د خوشې کېدو په بدل کې به د اسراییل له زندانونو فلسطیني بندیان خوشې کېږي او په غزه کې به د بیارغونې چارې پیلېږي.

اسراییل په غزه کې وروسته له هغې پراخه جګړه پیل کړه چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د دې هېواد پر قلمرو د حماس ډلې د برید په نتیجه کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او دوه نیم سوه نوریرغمل شول.

اسراییلي ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ په غزه کې د عملیاتو په نتیجه کې څلور تنه چې د اکټوبر له اومې راهیسې له حماس سره یرغمل و، آزاد کړل. په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په خبره په دغو عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان ووژل شول.

د روغتیا وزارت چارواکو همدارنګه د یکشنبې په ورځ په دې جګړې کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۷زرو زیات وښوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG