د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

امریکا په غزه کې د اوربند په تړاو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک هرکلی کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په تل‌ابیب کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په تل‌ابیب کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او بیا یې پر حماس غږ کړی چې دا طرح ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک دا خبره ډېره ښه روښانه کړه چې نړۍ د دې پلان ملاتړ کوي.

انټوني بلېنکن له اسراییلي چارواکو سره تر لیدنې وروسته نن په تل‌ابیب کې په یوه خبري غونډه کې وویل له حماس ډلې پرته نور ټول د ملګرو ملتونو د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کوي.

امریکا د دې پرېکړه‌لیک طرحه امنیت شورا ته وړاندې کړې او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

بلېنکن پر حماس ډلې غږ وکړ چې دا پرېکړه‌لیک ومني.

د هغه په وینا، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د امنیت شورا پرونی پرېکړه‌لیک به مني.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

انټوني بلېنکن دې پرېکړه‌لیک ته د ملاتړ د جلبولو، غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو او له جګړې وروسته د غزې د ادارې لپاره د اسراییلو او حماس د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته اتم سفر پیل کړی دی.

دی به اردن او بیا قطر ته چې له مصر سره یوځای د سولې د خبرو منځګړی و، هم سفر وکړي.

د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک طرح تېره میاشت ولسمشر جوبایډن اعلان کړه او پرون تصویب شوه.

دا پلان درې پړاوونه لري چې له مخې یې حماس د دوامدار اوربند او له غزې د اسراییلي سرتېرو د وتلو په بدل کې باید پاتې برمته خوشې کړي.

ویل کېږي چې لا هم شاوخوا ۱۲۰ یرغمل د حماس ډلې په ولکه کې دي، خو ګومان کېږي چې ښايي دریمه برخه به یې وژل شوي وي.

بایډن دا طرحه د یوې اسراییلي طرحې په توګه وړاندې کړې، خو نتنیاهو د هغې له ځینو برخو سره په ښکاره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې اسراییل به د حماس له ځپلو او د ټولو برمته‌وو له خلاصون پرته جګړه پای ته ونه رسوي.

حماس تراوسه رسماً د دې پرېکړه‌لیک په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دې ډلې د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک او د هغه د عمومي چوکاټ ملاتړ کړی خو په عین حال کې یې د تطبیق د تضمین غوښتنه کړې ده.

د حماس ویاند جهاد طهه نن وویل چې د اسراییلو له لوري د دې طرحې د تطبیق د یقیني کولو په اړه د دوی څېړنه روانه ده.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د نوموړي په وینا، اسراییلو تراوسه په واضح ډول دا ژمنه نه ده کړې چې آیا پر غزې د یرغل پای ته رسولو ته ژمن دی که نه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د څوارلسو موافقو او د روسیې په ممتنع رایه د غزې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

دې کار دا هیلې یوځل بیا راژوندۍ کړې چې د غزې اته میاشتنې جګړه به پای ته ورسېږي.

په دې جګړه کې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې له ۳۷ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او د غزې د ۲،۳ میلیون وګړو په سلو کې اتیا له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG