د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

بغلان کې د سېلابونو د تلفاتو د زیاتیدو وېره او زیانمنو ته د قطر د مرستو رسېدل


د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي
د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي

د بغلان د فلول دره کې خلک وايي چې لا هم د وروستیو سېلابونو په مړو پسې ګرځي او وېره شته چې هلته د تلفاتو شمېر لا پسې لوړ شي.

د فلول دره د بغلان له هغو سیمو ده چې په وروستیو سېلونو کې یې ګڼ کورونه لاندې شوي او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله رسېدلې.

د دې کلي یوه مشر غلام رسول قانع د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

" تاسو عملاً ګورئ چې سېل دا سیمه بشپړه له منځه وړې. تر نن هم د شهیدانو لټون روان دی. نن مو هم څو جنازې وکړې. نه شو ویلی چې دقیق څومره تلفات رسېدلي ځکه هره شېبه زموږ د شهیدانو او ټپیانو شمېر زیاتیږي."

په بغلان او څو نورو ولایتونو کې د جمعې ورځې سېلونو ګڼ مالي او ځان تاوانونه رسولي.

د طالبانو حکومت تایید کړې چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ نور ټپیان کړي.

اندېښنې شته چې مرګ ژوبله لاپسې زیاته شي، ځکه د ځینو مړی او ژوند نه دی معلوم او خپلوان یې پسې ګرځي.

سېل ځپلي د سرپنا او مرستو غوښتونکي دي.

د بغلان اوسېدونکې بي بي شیرین وایي ټول کور یې سېل وړی او دې ته هېڅ نه دي پاتې.

" سېل چې راغی په لسو دقیقو کې چې موږ تر هغو تپې ته پورته کېدو ټول مال او شته مې سېل یوړل. هېڅ شی راته پاتې نه شو. یواځې یوه قالینه مې هلته په یوه ونه کې بنده ده. ومې ژړل. لاړمه."

د طالبانو حکومت ویلي چې د ژغورنې بېلابېلې ډلې سیمې ته استول شوي او هڅه کوي چې له زیانمنو سره مرستې وکړي.

قطر د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو خبر ورکړی
قطر د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو خبر ورکړی

یو شمېر نړیوالو مرستندویانو هم له سېل ځپلو سره د مرستو ډاډ ورکړی.

د قطر دولتي خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې د دغه هېواد د امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني په امر د قطر د ژغورنې او پلټنې نړیوال ټیم او یوه اندازه مرسته افغانستان ته استول شوې.

قطر ویلي چې په افغانستان کې د سېلونو پر مهال د خلکو په تاوانونو خواشینی دی او چمتو دی چې مرستې وکړي.

اخوا په دوحه کې د افغانستان سفارت چې طالبان یې کنټرولوي لیکلي چې د قطر مرستندویه ټيم او ۲۲ ټنه خوراکي مواد، دارو درمل او خېمې د دوشنبې په ورځ بلخ ته رسېدلي. دغه سفارت ویلي چې قطر د نورو مرستو ژمنه هم کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د دوشنبې په ورځ د بغلان د سېلونو په تړاو په یوه راپور کې ویلي چې د دوی اضافي مرستندویه طبي مواد او بستې بورکې ولسوالۍ ته ورسېدې.

د روغتیا سازمان دا مرستې حیاتي بللي.

د دغه سازمان په خبره مخکې یې د بغلان په درېیو نورو ولسوالیو کې هم طبي مواد توزیع کړي چې پکې دارو درمل او د کولرا یا نس ناستي د مخنیوي بستې شاملې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG