د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ملګري ملتونه: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو د زیانمنو اړتیاوې جدي دي


په بغلان کې د سېلاب له کبله بې ځایه شوې کورنۍ
په بغلان کې د سېلاب له کبله بې ځایه شوې کورنۍ

ملګري ملتونه وايي چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو د زیانمنو اړتیاوې جدي دي.

د بغلان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له راوتلو وروسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي چې بېړنیو مرستو ته د زیانمنو اړتیا جدي ده.

دغه سازمان د دوشنبې په سهار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دوی د نورو همکارو بنسټونو په مرسته په بغلان کې د سېلاب ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه خیمې او نور لومړني توکي وېشي.

د خوړو نړیوال سازمان یا "ډبلیوایف‌پي" په خپله ایکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، سېلاب ځپلو د ځاني او مالي زیانونو سربېره د دوی د خوراک او عاید یوازېنۍ سرچینه (کرنیز محصولات) له لاسه ورکړي دي.

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

په افغانستان کې د "ډبلیوایف‌پي" ویاند ضیاالدین صافي ازادي راډيو ته وویل چې دوی له سېلاب ځپلو ته د خوراکي توکو، وچې ډوډۍ، اوړه او نورو لومړنیو توکو ویشلو ته چمتووالی لري.

په ورته وخت کې د کډوالو نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف او د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمېر بنسټونو او موسسو اعلان کړی چې اړو کسانو ته مرستې رسوي.

د بغلان ولايت له برکې ولسوالۍ څخه د وروستيو سېلابونو يو زيانمن دادخدا وايي چې له سېلابونو وروسته دوى یوازې د ځان په ژغورنې توانېدلي او اوس تر ټولو زيات خوراکي توکو، د څښاک پاکو اوبو، کمپلو او نورو لومړنيو توکو ته اړتيا لري.

هغه وویل: "خلکو یوازې دومره وکړای شول چې د خپل تن یوه جوړه جامو سره ځانونه له سېلابونو وباسي. فعلاً ټول بې کوره دي، په دښتو کې پاتې دي. یوه یوه خیمه یې ورکړې چې شپه په کې تېروي. د خلکو حالت خورا بد دی او یوازېنی شی چې اوس ورته اړتیا لري هغه خواړه او کمپلې دي چې د شپې لپاره یې وکاروي."

د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ یوه بله سېلاب ځپلې سبزینې ازادي راډیو ته وویل: "زه درې ماشومان لرم، دوی هېڅ څه نه لري، وږي او تږي یو. تر اوسه یې خیمه هم نه ده راکړې. مرستې راځي خو ډېرې کمې دي. پښه مې ژوبله شوې وه او ډاکتر یوازې یوه ګولۍ راکړه. زموږ د هېواد وضع ډېره خرابه ده."

د مرکزي بغلان اوسېدونکي بريالي مومنزي د جمعې د ورځې له سېلابونو وروسته د خپلې سيمې د وضعيت په اړه وويل: "خلک بې کوره دي، سرپناه نه‌شته، خلک زیانمن شوي. په کومه سیمه کې چې موږ اوسېږو، زما په ګډون خلکو له ۱۰۰ تر ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له لاسه ورکړې ده."

دا طبیعي پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ملګرو ملتونو د بیان له مخې، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی چې د طوفانونو، وچکالۍ، بارانونو او سېلابونو له امله یې د خلکو ژوند او کرنه زیانمنه کړې ده.

د بشرپالنې په چارو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې وروستي سېلابونه په ځانګړې توګه په بغلان کې د اقلیم د بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره د بشري هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه چې دوی له خپلو ملګرو او د طالبانو له حکومت سره کار کوي چې زیانمنو ته سرپناه، خوراکي توکي او روغتیايي خدمات برابر کړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې د شمېرو له مخې په بغلان کې د جمعې د ورځې د سېلابونو له امله ۳۱۵ تنه مړه شوي او تر ۲ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

دغه وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG