د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

افغانستان

آی او ایم: افغان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په چمتووالي بوخت یوو

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه

د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له خپلو شریکو موسسو سره په افغانستان کې د سیل ځپلیو لپاره د ژغورونکو مرستو په چمتو کولو بوخت دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه د مرستو رسولو په اړه د خپلو هلو ځلو خبر ورکړی دی.

آی ایم او وايي، اټکل کوي چې د سیلونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۳۰۰ ډېر کسان د جمعې د ورځې د سیل له کبله په بغلان ولایت کې مړه شوي او تر دوه زره ډېر کورونه نړېدلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو کارتونو د ارزونې پروګرام تمدیدوي

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د اوسیدو د کارتونو د ارزونې پروګرام تمدیدوي.

د پاکستان د سرحدونو په چارو کې د دولت وزیر امیر مقام دغه څرګندونې په بلوچستان کې د افغان کډوالو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال وکړې.

امیر مقام د قلعه عبدالله په سارانان کمپ کې کډوالو ته ویلي چې پاکستان ښايي له هر اړخیزو څېړنو وروسته ښايي ځینې فسخ شوي کارتونه بېرته د اعتبار وړ وګرځوي.

هغه پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړي.

امیر مقام تایید کړې چې د کډوالو په کمپ کې حالات ډېر خراب دي او کډوال د څښاک د اوبو له نشتوالي، بې برقۍ او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر کې اعلان وکړ ټول بې اسناده افغان کډوال باسي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله ۷۰۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

په هرات کې د اوسپنې او فولادو د ویلي کولو د فابریکې د دوهم فاز رغنیزې چارې پيل شوې

ارشیف: د اوسپنې د ویلو کولو یوه فابریکه
ارشیف: د اوسپنې د ویلو کولو یوه فابریکه

په هرات کې د ۱۸ میلیونو ډالرو په لګښت د اوسپنې او فولادو د ویلي کولو د فابریکې د دوهم فاز رغنیزې چارې پيل شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د کابینې د ځینو غړو او چارواکو په حضور کې د افغان فولادو د فابریکي د لومړني فاز پرانیسته وشوه او د دوهم فاز رغنیزې چارې پيل شوې.

په لومړني فاز کې چې د طالبانو د حکومت په خبره شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانستان دوره‌یي رپوټ تصویب کړ

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د عمومي غونډې تالار
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د عمومي غونډې تالار

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د رایو په اکثریت د افغانستان دوره‌یي رپوټ تصویب کړ.

په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ ویلي، د جمعې په ورځ ناوخته په دې اړه رایګیري وشوه.

په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیراحمد اندېشه په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان د دوره‌یي رپوټ دوی ته دا فرصت برابروي چې د طالبانو د کړنو او لګولو شویو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړي او ټولې هغه هڅې بدرګه کړي چې له طالبانو د حساب کتاب غوښتنه کوي.

د افغانستان تفصیلي رپوټ په اپرېل میاشت کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی و.

په دې دوره‌يي رپوټ کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست د ۲۰۲۳م کال تر اکټوبر پورې لږ تر لږه ۲۰۰ فرمانونه او قوانین وضع کړي چې د نړیوالو قوانینو او معاهدو پر وړاندې د افغانستان د مسوولیتونو سره په ټکر کې دي.

په ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

ارشیف: په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور
ارشیف: په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

په ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ولایت په ښیوې یا کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنجشنبې د ورځې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې راوتلو سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ ۱۵۰ کورونه هم ویجاړ کړي دي.

دغه راز ویل شوي چې وروستیو سېلابونو د لغمان په مرکز مهترلام او د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې هم خلکو ته ډېر مالي زیانونه رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل شوی دی.

ویل شوي چې ځینو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو او دوو ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي چې تېره شپه یې وسله‌والو په کابل کې د طالبانو درې غړي په یوه حمله کې ووژل او دوه نور ټپیان کړل.

دغې جبهې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې وسله‌والو یې تېره شپه د کابل د ارزان قیمت سیمې د سید جمال‌الدین افغان په ښارګوټي کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړه.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او ازادۍ راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعا نه شي تاییدولی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې تر ادعا مخکې يو شمېر رسنيو د کابل په ارزان قیمت سيمه کې د يوې چاودنې خبر ورکړى و.

اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو دوام لپاره څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته لا هم اړتیا ده

ارشیف: په کابل کې پر اړمنو د وچې ډوډۍ د وېش له بهیره یو انځور
ارشیف: په کابل کې پر اړمنو د وچې ډوډۍ د وېش له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره څه باندې دوه ملیارد ډالرو ته لا هم اړتیا ده.

اوچا په هغه اعلامیه کې چې پرون پنجشنبه ریلییف ویب خپره کړې ویلي چې تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د اړتیاوو او بشري اقداماتو د پلان یوازې ۲۵ فیصده یې تمویل شوې او ۲ اعشاریه ۳۰ ملیارده ډالره کمبود دی.

د دې ادارې په وینا، د بودیجې کموالي، د ژوند ژغورونکو مرستو بهیر او د اړو کسانو لپاره د ضروري خدماتو رسول ګدوډ کړي دي.

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي.

په همدې حال کې شکایتونه کېږي چې مرستې تر ډېره اړو کسانو ته نه رسول کېږي.

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کې نن جمعه او سبا شنبه د سختو بارانونو، سېلاب او تالندې برښنا اټکل شوی دی.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کې به د سالنګونو په ګډون سخت بادونه وي چې سرعت به یې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي یا ثور میاشتې له وروستیو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت اورښتونه او سېلابونه وو چې د مالي زیانونو تر څنګ یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ

احمد فهیم عظيمي
احمد فهیم عظيمي

د بخښنې نړیوال سازمان په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن د زده کړو د فعال احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ.

طالبانو، عظیمي پروسږ کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې نیولی و.

د بخښني نړیوال سازمان دا هم ویلي چې عظیمي د ښځو او نجونو د زده کړو د دفاع په خاطر زنداني شوی و چې باید زندان ته نه وای لېږل شوی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډیکر له ډیکارلو او امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، واشنګټن ته تللې، څو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبرې اترې وکړي.

اغلې ډیکر دا خبرې پرون چهارشنبې د سپټمبر ۲۵مه په یوه بیان کې کړي دي.

ډیکر ویلي، په یوې ناسته کې يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان باس سره په افغانستان کې د زده‌کړو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د هغې په خبره: "زده‌کړه د انسانانو بشري حق دی، خو اوسمهال د افغانستان نیم وګړي له دې حقه محروم دي."

د ۲۰۲۱م په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم راوګرځول شوي دي.

ډبلیوایف‌پي: په افغانستان کې د خوارځواکه میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

ارشیف: د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان په ځینو کلینیکونو کې د خوارځواکه میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملګرو ملتونو دې موسسې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې پرون ولیکل چې د مرستو کمېدل د خوارځواکۍ د ډېرېدو سبب کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د دوی د بودیجې د کمېدو له امله په تېر یوه کال کې لږ تر لږه لس میلیونه افغانانو خوراکي مرستې نه دي ترلاسه کړي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې تر درې لکه درې څلوېښت زرو ډېر ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله بستر شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG