د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

ډبلیوایچ‌او: په بغلان کې ښايي سلګونه کسان د خټو او ویجاړیو لاندې پاتې وي


په بغلان کې ځايي اوسېدونکي له خپلو سیمو هغه خټې لرې کوي چې سېلاب له کبله دغې سیمې ته راغلي دي.
په بغلان کې ځايي اوسېدونکي له خپلو سیمو هغه خټې لرې کوي چې سېلاب له کبله دغې سیمې ته راغلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په بغلان کې د سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، شاید سلګونه کسان د خټو او ویجاړیو لاندې پاتې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په بغلان کې د سېلابونو له امله شاید سلګونه تنه تر خټو او ویجاړیو لاندې پاتې وي او احتمال لري چې په راتلونکو ورځو کې د دې طبیعي پېښې د تلفاتو شمېر زیات شي.

"ډبلیوایچ‌او" د یک‌شنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه خپاره کړي راپور کې لیکلي، هڅه کوي چې د اوبو په وسیله د لېږدېدونکو ناروغیو لکه نس‌ناستي د خپرېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سامان استازي ډاکتر جمشید تنولي له قوله لیکل شوي، په زیانمنو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او د سېلابونو له امله د رواني پلوه زیانمنو شویو سره د مرستو د دوام هڅه کېږي.

د بغلان یو اوسېدونکی له خپله کوره خټې لرې کوي. په دې ولایت کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او دمګړی د مړو شمېر له درېیو سوو اوښتی دی.
د بغلان یو اوسېدونکی له خپله کوره خټې لرې کوي. په دې ولایت کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او دمګړی د مړو شمېر له درېیو سوو اوښتی دی.

په ورته وخت کې د بغلان د فلول کلي اوسېدونکي خدادادي دانشیار ازادي راډیو ته وویل، له سېلابونو دوه ورځې وروسته وتوانېد د خپل تره جسد له خټو راوباسي.

هغه وايي: "هغه په کور کې ناست و چې له بده مرغه سېلاب را ګېر کړ، کورنۍ تر یوځای را وباسي، خو خپله سېلاب کې ګیر پاتې کېږي، له دوه ورځو وروسته یې موږ جسد هغو ویجاړیو کې پیدا کړ چې دېوال پرې راچپه شوی و."

د بغلان یو بل اوسېدونکي بیا ازادي راډیو ته یوه رالېږي ویډیويي پیغام کې ویلي، د سیمې د خلکو ټولو کورونه ویجاړ شوي او اوسمهال د څښاک اوبو، خوراکي توکو او نورو اړینو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وايي: "۲۰ کورنۍ وې چې هېڅ هم ترې پاتې نه‌دي. دلته ۹ تنه شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي او ټوله سیمه په ویجاړۍ بدله شوې ده. هغوی چې ژوندي پاتې دي، اوبو، خوړو او نورو توکو ته اړتیا لري. ټول د نورو په کورونو کې دي. "

په بغلان کې د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه څېړنه روانه ده او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون بېلابېلو بنسټونو تر اوسه له دې پېښې د مرګ‌ژوبلې په ګډون د زیانونو په اړه بېلابېل معلومات خپاره کړي دي.

خو هغه شمېرې چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خپرې کړې ښيي چې د جمعې ورځ په راوتلو سېلابونو کې په بغلان کې ۳۱۵ تنه مړه شوي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

دې وزارت دا هم ویلي وو چې شاید د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شي او تر څنګ یې په دې سېلابونو کې د ۲۶۰۰ کورونو د تخریب او ۱۰۰۰ څارویو د له‌منځه تلو خبره هم کړې ده.

د بغلان ور هاخوا، وروستیو کې په تخار، هرات، بدخشان، غور، فاریاب او بادغیس کې هم د سېلابونو له امله د اوښتي مرګ‌‌ژوبلې سربېره خلکو ته ډېر مالي زیان رسېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG