د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

افغانستان کې اورښتونه، سېلابونه او درانه زیانونه؛  ایا د زیانونو د کمولو لپاره حل‌لارې شته؟


په بغلان کې د سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. د کور اوسېدونکي د سېلاب له کبله په خپل تخریب شوي کور کې د کار پر مهال لیدل کېږي.
په بغلان کې د سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. د کور اوسېدونکي د سېلاب له کبله په خپل تخریب شوي کور کې د کار پر مهال لیدل کېږي.

په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغو اورښتونو او سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته درنه‌ مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د روان کال د پسرلي له پيله تر اوسه په دغو سېلابونو کې سلګونه کسان مړه شوي، زرګونه څاروي، کورونه، دوکانونه او عامه تاسيساتو تر څنګ زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې یې هم له منځه وړي دي.

د وروستیو کلونو سېلابونه په تېره بیا سږ کال د اقلیم د بدلون پایله ده چې د خلکو ژوند یې له کړاونو سره مخ او ځاني او مالي زیانونه یې ور اړوي دي.

خو د مقابلې لپاره څه کړنلارې موجودې دي؟

د چاپېریال او کور جوړونې یو شمېر پوهان په دې باور دي چې د سېلابونو له امله د لویو زیانونو د مخنیوي لپاره باید بېلابېل اقدامات ترسره شي.

یو له دغو پوهانو نجیب‌الله سدید په دې باور دی چې د سېلابونو د شدت د کمولو لپاره باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي.

سدید وايي: "د هېواد په لویه کچه د اوبو د ذخیره کولو او ویشلو زېرمې باید ښې شي، بل یې د اوبو د مدیریت کچه ده چې باید د اوبو په ساحه کې د خلکو لخوا اداره شي تر څو د اوبو جریان په لاندې طرف شي چې په دې ډول د سېلابونو اعظمي جریان کموي."

په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د چاپېریال ساتنې یو بل پوه محمد اقبال همدرد هم په دې باور دی چې د ونو ساتنه او بوټو نه له منځه وړل د سختو سېلابونو په مخنیوي کې اغېزمن دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "سیمه‌ییز خلک باید په جدي توګه په لوړو سیمو لکه غرونو او غونډیو کې د ونو او بوټو ساتنه وکړي او د ویجاړېدو مخه یې ونیسي، همدارنګه په هغو سیمو کې چې سېلابونه راځي دوی دې د کال په اوږدو کې ونې او بوټي وکري او پالنه دې وکړي."

همدرد د غونډيو او د غرونو په لمنو کې د بندونو کيندل د سېلابونو په مخنيوي کې اغېزمن ګڼي.

هغه دا هم وايي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې باید د خطر زنګونه ولګول شي تر څو خلک پر وخت خپل ژوند وژغورلای شي.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوهان ټینګار کوي چې په دغو حل‌لارو عمل کول په اوږدمهال کې ښې پایلې لرلی شي، خو په دې باور دي چې که دغه حل لارې تعقیب شي، په لنډ مهالي کې به د مرګ‌ژوبلې او زیانونو کچه هم ورسره راټیټه شي.

وروستیو سېلابونو د بغلان، غور، بادغیس، هرات، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

بغلان کې درانه سیلونه: سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د هرات د جبراییل سيمې يو اوسېدونکى عبدالله وايي چې د سږني سېلابونو له امله تر ټولو ډېر هغه خلک زيانمن شوي چې د سېلاب له ګواښونو سره مخ سيمو کې يې د کورونه جوړ کړي.

هغه وویل: "د سېلاب سيمه چې د قارون سيند په نامه يادېږي، تل په کې سېلابونه راوتل، شاوخوا يې هم کورونه جوړ شوي. هغو خلکو چې پیسې نه درلودې ځمکې یې خرڅې کړې او د ځان لپاره یې په کې کورونه جوړ کړي دي."

کريمه هم وايي چې په بغلان ولايت کې سېلابونو د هغې د خور کور ټول وړى.

هغې وویل: "دغه سمنټي کور یې له بېخه او ریښې وړی دی یوازې دا نه څو کسان یې هم وړي دي."

په همدې حال کې د کور او ښاري پلان جوړونې برخې ماسټر بصیر ارین وايي، سیندونو، ویالو او نورو هغو سیمو کې چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي څېرمه، د کورونو او تاسیساتو له جوړېدو باید د امکان تر حده مخنیوی وشي.

نوموړي د ودانۍ جوړولو د معیارونو په اړه هم ازادي راډیو ته وویل:
"د ودانولو ځای، د کور ودانۍ یا تعمیرونه باید د امکان تر حده له سیندونو، ویالو یا هغو ځایونو نه لرې جوړ شي چې د سیلاب له ګواښ سره مخ دي. د ودانۍ لوړوالی باید د سېلاب له کچې لوړ وي چې معمولا په هغه سیمه کې سېلابونه راوځي ترڅو اوبه کورونو ته دننه نه‌شي."

د ساختماني چارو پوه انجینر حضرت هم ټینګار کوي چې د کابل سیند په څېر د ښاري کانالونو جوړول د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په مخنیوي کې اغېزمن دي.

خو هغه د افغانستان اوسنيو اقتصادي حالاتو ته په پام سره خلکو ته بل وړانديز لري.

هغه زیاتوي: "خلک باید خپل کورونه له سیندونو لرې کړي، ځکه افغانستان نورې هغه اسانتیاوې نه لري چې سیندونه د کابل سیند په شکل په معیاري بڼه جوړ کړي."

په هرات کې خلک د پل مالان ته څېرمه د بهېدلو سېلابونو ته ګوري.
په هرات کې خلک د پل مالان ته څېرمه د بهېدلو سېلابونو ته ګوري.

ازادي راډیو طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت له ویاند جانان سایق څخه د سېلابونو او د اقلیم د بدلون د نورو پایلو له امله د اوښتو تلفاتو د کمولو او د دوی د اقداماتو په اړه وپوښتل، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې یي پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږې کوونکې اندریکا راتوت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغانستان لا هم د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمن او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG