د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

افغانستان کې سېلابونه؛ درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې له تېرې ورځې راهیسې یو ځل بیا سخت ورښتونه شوي او سېلابونه راوتلي دي.

د فاریاب ولایت یو اوسېدونکي عبدالله قریشي ازادي راډیو ته وویل چې سېلابونو د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ګڼ کورونه ویجاړ کړي دي.

" دلته فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ کې سېلابونو زیات شوي او د ګڼو خلکو کورونه یې ویجاړ کړي همدارنګه خلکو ته ګڼ نور زیانونه هم اړولي دي."

د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی شېرولي امېد ازادي راډیو ته وویل چې د اورښتونو او سېلابونو له امله دې ولسوالۍ نه نورو ولسوالیو ته اکثرا لارې تړل شوي دي.

" د سېلابونو او اورښتونو له امله د درنو زیانونو تر څنګ کوم سړکونه چې له ولایت نه ولسوالیو ته غځېدلي ټول یې تړلي دي، مخکې چې ورښتونه شوي وو ځمکه یې اړولې وې خو دا ځل چې سېلابونه او ورښتونه وشول زیانونه یې پسې نور هم زیات اړولي دي."

ننګرهار بل هغه ولایت دی چې تازه ورښتونو او سېلونو په کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دې ولایت د شینوارو ولسوالۍ یو اوسېدونکي الفت الله محب زي ازادي راډیو ته وویل چې روانو اورښتونو او سېلابونو خلک بېړنیو مرستو ته اړ ایستي دي.

"د اړونده ادارو او موسسو څخه مو غوښتنه ده چې خلک زیانمن شوي دي له دوی سره دې مرستې وکړي، دلته سیند سره نږدې د نورو کورنو لپاره جدي ګواښ متوجه دې او د لا شدیدو ورښتونو اټکلونه هم شوي دي."

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس ته ویلي چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه د غنمو، سبو او هندواڼو فصلونه، لسګونه جریبه بڼونه، سلګونه څاروي، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او نږدې ۱۴ زره متره کانالونه له منځه تللي ده.

بلخوا د تخار ولایت ځايي چارواکو د سېلابونو له امله په دغه ولایت کې د ۱۷ کورنیو د لا درکه کېدو خبر ورکړی دی.

د تخار ولایت د طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو ریاست چارواکو یو شمېر کورنیو رسنیو ته ویلي چې پرون یکشنبه د دغه ولایت په شکمش ولسوالۍ کې ۱۰ کورنۍ او ۷ نورې کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي په ینګي قلعه،فرخار او روسج ولسوالیو کې لا درکه شوې دي.

سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو په تمه دي
سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو په تمه دي

هڅه مو وکړه چې په تازه اورښتونو او سېلابونو کې د اوښتو زیانونو په اړه طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وپوښتو، خو ویاند یې مُلا جانان سایق د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو نوموړي پرون یکشنبه رسنیو ته په استولي ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې په تېرو څلورو ورځو کې بارانونو او سېلابونو په ټول هېواد کې اته کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

هغه تر دې مخکې د وري له ۲۲مې د غويي تر لومړۍ نېټې، د اورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۹ او د ټپيانو شمېر ۶۳ ښودلی و.

سایق پرون وویل په تېرو څلور ورځو کې، سېلابونو او بارانونو په ۱۵ ولایتونو کې ۱۴۰ کورونه هم ویجاړ کړي او ۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

نن دوشنبه په پکتیا ولایت کې د طابانو حکومت د ټولګټو چارو ریاست هم د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس ته ویلي وو چې تېره شپه د سختو اورښتونو له امله د ګردېز او پټان ترمنځ غځیدلې لویه لاره د یاد ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ په اوږدو کې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې ده، خو ورسته یې بیا یو شمېر کورنیو رسنیو د خلاصېدو خبر ورکړ.

پر خواله رسنیو د میدان وردګ، لوګر، بغلان او بدخشان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو په ځینو سیمو کې د شویو واورو عکسونه هم خپاره کړی دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبه په بدخشان، تخار، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپيسا، پروان، بامیان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو، تالندې، برېښنا او سېلابونو اټکل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG