د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

بارانونه او سېلابونه؛ زیانمن شوي افغانان بېړنۍ مرستې غواړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو د دوام له امله زيانمن شوي کسان د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

ږلۍ، شدید ورښتونه او د سېلابونو راوتل په تېره یوه شپه او ورځ کې هم د یو شمېر خلکو د استوګن ځایونو،کورونو ،کروندو او باغونو د له منځه وړلو لامل شوي دي.

د هلمند د ګرشګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته په لېږلې ويډيو کې وويل چې د ده غنم سېلابونو لاندې کړي دي:

" دا غنم دي، د اوبو پولې هم ټولې ویجاړې شوي او دا غنم چې د ودې په حال کې وو اوس ټول تر اوبو لاندې دي."

د هلمند د مارجې ولسوالۍ د دشت سيستاني اوسېدونکي سورګل ازادي راډيو ته وويل:

"په سیستاني دښته کې ږلۍ اورېدلې چې غنم یې کاملاً له منځه وړي، داسې ږلۍ اورېدلې چې ما هېڅ کله هم نه وه لیدلې،دښته کاملاً سپینه ده لکه واوره چې شوي وي."

د بادغيس ولايت د قادس اوسېدونکې شهناز وايي چې پرله پسې بارانونو د وی په سيمه کې هم باغونه او کروندې ويجاړې کړې دي.

"د جمعې له شپې او ورځې راهیسې باران روان دی چې کروندې او باغونو ته یې ډېر زیان اړولی دی، اوس اوبو د خلکو غنم وړي، خلک هڅه کوي چې اوبه بندې کړي، خو نه شي یې کولی."

په ورته وخت کې د کونړ ولایت اوسېدونکي شېرولي او امید هم وايي چې په دغه ولایت کې د نورو زیانونو ترڅنګ بارانونو او سېلابونو مواصلاتي لارې تړلې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق ازادي راډیو ته د ورښتونو او وروستیو سېلابونو له امله د مرګ، ژوبلې د وروستیو شمېرو په اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف
یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

خو هغه د يکشنبې په ورځ وويل چې د اختر له لومړۍ ورځې وروسته د سېلابونو له امله ٣٣ کسان وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي، له ٦٠٦ ډېر کورونه په بشپړ او جزوي ډول ويجاړ شوي او ١٩٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په ټولو ولايتونو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ٨٥ کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي.

سایق وویل چې د دغو تلفاتو ډېره برخه په کندهار، زابل، فراه او ارزګان ولایتونو کې اوښتې ده.

په کندهار کې طبیعي پېښو ته د طالبانو د حکومت د رسېدنې چارو رئیس عبدالسلام عمري ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې په دغه ولایت کې د اورښت له امله ۱۶۸ کورونه په جزوي او بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۲۴۳ پسونه مړه شوي او خلکو ته نور مالي زیانونه هم رسیدلي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن دوشنبه به د افغانستان اکثره ولایتونه د باران، ورښت او سېلابونو شاهدان وي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه به له ١٥ ملي مترو څخه تر ٥٠ ملي مترو پورې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG