د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د افغانستان پر یو شمېر سیمو ورښتونه؛ د سالنګ بدیله لاره خاوک هم څو ځایه تړل شوې وه


د کونړ - جلال اباد لاره، چې تېره اوونۍ ورښتونو او سېلابونو زیانمنه کړې
د کونړ - جلال اباد لاره، چې تېره اوونۍ ورښتونو او سېلابونو زیانمنه کړې

افغانستان کې د مني د موسم په رارسېدلو سره، په يو شمېر ولايتونو کې ورښتونه شوي، چې خلکو ته یې زیانونه اړوي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ګل‌الرحيم په خپله سيمه کې د ږلۍ ورېدو او خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه ازادي راډيو ته وايي:

" ډېره خطرناکه ږلۍ وشوه، زموږ په اتمه ناحيه بهسودو کې، رسېدلي فصلونه لکه: شولې، سبزي، بېنډۍ، بانجان يې ډېر زيانمن کړل. خلکو ته يې مالي زيانونه واړول، ډېرې زياتې سولري ښېښې يې ماتې کړې."

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ډاګ صفدرې سيمې اوسېدونکی محمد وايي، تېره شپه يې سيمه کې ږلۍ وشوه چې د کروندګرو رسېدلي فصلونه يې زيانمن کړل.

د ننګرهار ترڅنګ له کونړ او خوست ولايتونو هم د ږليو د ورېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد اوسېدونکی فضل الرحمن وایي:

" تېره شپه د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو کې، د شدید باران سره ډېره ږلۍ شوې ده، چې د خلکو فصلونه یې زیانمن کړي دي. پر مرستندویه ټولنو غږ کوو چې زموږ له خلکو سره همکاري وکړي."

د خوست اوسېدونکی ګلانور هم وايي، د دغه ولايت په تڼيو او موسی‌خېلو ولسواليو کې د ږلۍ له امله کروندګرو ته زيانونه اوښتي دي.

ځینې نړیوال سازمانونه وایي چې افغانستان به د اقلیمي بدلونونو یو ډېر زیان ګالونکی هېواد وي - تصویر له ارشیفه
ځینې نړیوال سازمانونه وایي چې افغانستان به د اقلیمي بدلونونو یو ډېر زیان ګالونکی هېواد وي - تصویر له ارشیفه

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" موسی خېلو او تڼيو کې ږلۍ شوې ده، موسی خېلو کې ډېر زيان نه‌دی اوښتی خو تڼيو کې کروندې او فصلونه ويجاړ شوي دي، مخکې به ډبليو‌اف‌پي خلکو سره کومکونه کول، خو اوس هيچا مرسته نه‌ده کړې."

وموغوښتل چې د تازه ورښتونو او ږلۍ له امله په کونړ، ننګرهار او خوست ولايتونو کې خلکو ته د اوښتونو زيانونو او دغه شان دوی سره د مرستو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت او دغه شان د دوی د کرنې وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو له بيا- بيا اړيکو نيولو سره د يادو وزارتونو مسؤلينو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تېره اوونۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د بېړنيو حالاتو د عملياتي مرکز مشر خوشال زماني ازادي راډيو ته ويلي وو، دوی په يو شمېر ولايتونو کې چې سېلابونه په‌کې راوتلي وو، مرستې کړي دي.

خو له ځينو ولايتونو څخه سېلاب ځپليو ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا کړې وه، چې دوی سره هيڅ مرسته نه‌ده شوې.

بل پلو:د افغانستان شمالي ولايتونو ته د سالنګ لارې له تړل کېدو وروسته بديله د خاوک لار هم تېره شپه د واورې ورېدو له امله څو ځایه بنده شوې وه.

سالنګ لاره، چې د طالبانو حکومت یې د بیارغونې چارې پیل کړې، اوس یې له خاوک لارې څخه د بدیل په توګه کار اخیستل کیږي - تصویر له ارشفه
سالنګ لاره، چې د طالبانو حکومت یې د بیارغونې چارې پیل کړې، اوس یې له خاوک لارې څخه د بدیل په توګه کار اخیستل کیږي - تصویر له ارشفه

ذبيح‌الله چې تېره ورځ له کندز څخه پر ياده لار کابل ته راغلی، ازادي راډيو ته يې وويل:

" چې موږ خاوک ته راورسېدو، ډېرې زياتې واورې شوې وې، موټرې بندې وې، مسافر له مشکلاتو سره مخ وو، هغه موټرې چې د کابل له‌خوا راغلې وې هغه بېرته وګرځېدې، هغه سړک هم کوچنی دی، د موټرو بيروبار هم ډېر دی، تقريباً پنځه – شپږ ساعته له لار بندۍ وروسته، موږ راواوښتو، هغه موټرې چې له کابل څخه راغلې وې، هغه بېرته وګرځېدې، لاړې د شيبر او حاجي‌ګک پر لاره باندې."

د افغانستان شمالي ولایتونو ته غځېدلې د سالنګ لویه لاره له تېرو دوو اوونیو راهیسې د رغولو له امله د هر ډول تګ - راتګ پر مخ تړلې ده او معلومه هم نه ده چې کله به خلاصه شي.

د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې داسې مهال د ږلۍ، ورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکول کېږي، چې تېره اوونۍ د طالبانو د يادونې ده چې تېره شنبه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان په یولسو ولایتونو د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

هغه مهال پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت مسوولینو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې دوی د احتمالي خطرونو لپاره چمتووالی لري .

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG