د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د فاریاب او سرپل اوسېدونکي: وروستیو سېلابونو درانه زیانونه اړولي


په فاریاب کې د سېلابونو یو انځور
په فاریاب کې د سېلابونو یو انځور

د فاریاب او سرپل ولایتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرې ورځې سېلابونو دوى ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

په فاریاب او سرپل ولایتونو کې سیمه ییزو سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایتونو کې د تېرې ورځې سېلابونو د دوی کورونه نړولي، کروندې یې ویجاړې کړي او څاروي یې له منځه وړي دي.

د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي سید عبدالله ازادي راډيو ته وویل: "فارياب ولايت ته ډېر زيان اوښتى، د دوچراغ ولسوالۍ، پشتون کوټ ولسوالۍ، المار، قيصار ولسواليو ډېر زيانونه ليدلي، پلونه او پلچکونه او کورونه يې ويجاړ کړي او ډېرې کرنيزې ځمکې يې هم ويجاړې کړي دي."

بل خوا د سرپل ولایت د لتى کلي اوسېدونکي رحیم امین ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د کورونو د ويجاړېدو په ګډون يو عامه جومات هم ويجاړ شوى او مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.

هغه وايي: "د سرپل ولایت په مرکز کې يې لتى کلي کې درې یا څلور کورونه ویجاړ کړي، د پل خيشتي په نوم یې یو پل چې موټرې پرې تېرېدې او کلي یې سره نښلول ویجاړ کړى او یو سراى چې زمونږ يو هېوادوال په کې خپل څاروي ساتل ویجاړ کړی او څاروي يې په ميدان پاتې، څو دوکانونه يې ويجاړ کړي او له بده مرغه زموږ يو جومات يې چې د ګلنار جومات نومېږي چې يو دېوال يې د سيند پر غاړه و، ويجاړ کړى دى."

دغه سېلاب ځپلي خلک وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې ولايتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د وياند ملا جانان سايق نظر هم واخلي، خو د راپور تر خپرېدو پورې يې ځواب ورنه کړ.

ارشیف: په افغانستان کې سېلابونو کورونه ویجاړ کړي دي.
ارشیف: په افغانستان کې سېلابونو کورونه ویجاړ کړي دي.

خو یو شمېر سیمه ییزو رسنیو په فاریاب، فراه، سرپل او بادغیس ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو په حواله د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې راپورنه خپاره کړي.

د راپورونو له مخې، په دغو ولایتونو کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې سېلابونو کروندګرو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دوى په وينا، په دغو سېلابونو کې د استوګنې کورونه، يو ښوونځى او يو جومات، د اوبو درې فابريکې او دوه اساسي پلونه ويجاړ شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه یې هم له منځه وړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت د هوا پېژندنې رییس نسیم مرادي کهمردي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي: "سبا او بل سبا د افغانستان په ځينو سيمو کې د نسبتاً سختو واورو، بارانونو تالنده، او سېلابونو د راتلو احتمال شته. د سالنګ په ګډون په لوېديځو، شمال، شمال لوېديځو، شمال ختيځو، ختيځو او مرکزي سيمو کې د اورښت اټکل کېږي او د اورښت اندازه به له ١۵ تر ۴٥ پورې وي."

يادې ادارې د چهارشنبې په ورځ هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، فارياب، بادغيس، هرات، غور، سرپل، سمنګان، بغلان، پنجشېر نورستان، کنړ، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، ارزګان، زابل، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا او کابل په ګډون د افغانستان په څه باندې ٢٥ ولايتونو کې د درنې واورې او باران د ورېدو وړاندوينه شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG