د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

یو شمېر افغانان: د دولتي روغتونونو ځينې ډاکتران بې دلیله ناروغان شخصي روغتونونو ته لېږي


ارشیف: د ارزګان ولایت حوزوي روغتون یوه څنډه
ارشیف: د ارزګان ولایت حوزوي روغتون یوه څنډه

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي، په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو شکايت کوي او ادعا کوي چې په دولتي روغتونونو کې يو شمېر ډاکتران بې دليله ناروغان شخصي روغتونونو ته راجع کوي او دغه روغتونونه هم له ناروغانو څخه په بېلابېلو پلمو پيسې اخلي.

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي په دولتي او شخصي روغتونونو کې د درملنې د بهیر په اړه د خپلو تجربو په شریکولو بېلابېلې ادعاوې مطرح کوي.

يو شمېر يې د دولتي روغتونونو يو شمېر ډاکتران تورنوي چې له شخصي روغتونونو سره لاس لري او ناروغان ورته لېږي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکى سيد قاسم وايي چې د ابوعلي سينا بلخي دولتي روغتون يو ډاکتر د دوى هغه ناروغ چې پښتورګو یئ تيږې درلودې شخصي روغتون ته راجع کړی و.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "زما د تره زوی ښځه ناروغه شوې وه، ملکي روغتون ته مو یووړه، خو موږ ته هیڅ پاملرنه ونه کړه، ویې ویل افتاب روغتون ته مراجعه وکړئ، هلته مو چې یووړه پوه شو چې پښتورګي یې تیږه لري، هلته یې درملنه وشوه، هماغه ډاکتر چې درملنه یې وکړه، عملیات یې هم ترسره کړ، بېلابېلې پلمې یې کولې چې دلته (په دولتي روغتون کې) تجهیزات نه‌شته. بودیجه نه‌شته."

د مزارشریف د حوزوي روغتون یوه څنډه
د مزارشریف د حوزوي روغتون یوه څنډه

هغه ادعا وکړه چې په يوه شپه کې يې د ناروغ د عملیات لګښت په ګډون ٣٥ زره افغانۍ شخصي روغتون ته ورکړي دي.

خو د مزارشريف ښار د ابوعلي سينا بلخي دولتي روغتون سر طبیب معراج الدين فاروقي وايي چې دغه روغتون د پښتورګو د پیوند پرته د پښتورګو اړوند د ټولو ناروغيو د درملنې وړتيا لري.

فاروقي وايي: "موږ د پښتورګو د پیوند پرته د پښتورګو د نورو ټولو ناروغيو درملنه کوو. تر مثانې د پښتورګو په هره لاره کې د هر ډول پښتورګو تيږي درملنه د مزارشريف په ملکي روغتون کې کېدای شي. موږ دلته د پښتورګو د پیوند پرته څو ډوله درملنه کولی شو. ناروغان نه پوهيږي، یا هم مراجعه نه کوي، ستونزه په دوی کې ده."

د بغلان ولايت يو تن اوسېدونکې چې اوس د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې ژوند کوي، هم ادعا کوي چې يو شخصي روغتون غوښتل پرته له اړتیا هغه عملیات کړي.

هغې چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "دشت برچي کې یو روغتون ته ولاړم، د خپلې ناروغۍ مې وویل، ډېر معاینات يې وکړل، ډېرې پیسې مې ولاړې، یوازې یو عملیات یې ٢٠زره کېده، ومې ویل خير دی، پیسې نه‌لرم. د معایناتو نتيجه مې واخیستله او ولاړم جمهوریت روغتون ته چې وړیا عملیات وکړي ځکه دولتي روغتون دی، هلته داکتر یوه وړه معاینه تر سره کړه او ويې ويل ته هیڅ عملیات ته اړتیا نه‌لرې."

د هرات ولایت یو اوسېدونکی هم ورته شکایت لري.

هغه هم چې نه يې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "زوی مې چې ډاکتر ته بيايم، درمل نه ورکوي، روغتون ته یې راجع کوي او روغتون ته چې ولاړ شئ، دو شپې درې شپې يې بستروي او د هرې شپې د بستر او درمل لګښت ۱۵۰۰، ۱۶۰۰ دی."

د هرات ولایت د روغتون نسايي او ولادي څانګه
د هرات ولایت د روغتون نسايي او ولادي څانګه

دا ډول ادعاوې څو څو ځلې د خلکو له خوا شوي، خو د ځینو خصوصي روغتونونو مسوولان دا ادعاوې ردوي.

د افغان خصوصي روغتون مشر ډاکتر عزيزالله امير وايي، خلک د روغتيايي سيستم او د درملنې بهیر په اړه بشپړ معلومات نه لري او دا ډول ادعاوې کوي.

هغه همداراز زیاته کړه: "هیڅ ډول قوي دلیل او شواهد چې داسې یو څه وښيي شتون نه‌لري. له بده مرغه دا ستونزه تل عمومي شوې. یقیناً چې په ځينې ځایونو کې به داسې ستونزې وي، خو دا چې دا ستونزې عمومي شي دا د روغتیايي نظام د تخریب پرته بل څه نه دي چې ډېری د ګاونډیو هېوادونو او هغو کسانو له‌خوا چې دوی ته کار کوي، دې ته لمن وهل کېږي."

د داخلې ناروغیو متخصص نجيب الله شېرزاد وايي چې د يو شمېر ډاکترانو له‌خوا چې په شخصي معاینه خانو کې وي، خصوصي روغتونونو ته د یو شمېر اړینو معايناتو ترسره کولو لپاره د ناروغانو راجع کول، له مسلکي پلوه سم او مناسب کار دی.

د نوموړي په ټکو، د هغه ناروغانو راجع کول چې پرمختللو تشخيصي معایناتو ته اړتيا نه لري، له مسلکي پلوه د طب د اخلاقو خلاف ګڼل کېږي او د هغوى کار بايد وڅېړل شي.

ازادي راډیو د شخصي روغتونونو د څارنې بهیر او د دغو کسانو د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان نظر وپوښت، خو نوموړي د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو په څو ځلې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان ملکي روغتونونه په ځینو مواردو کې د متخصصینو، تجهیزاتو او بودیجې له کمښت سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG