د قرغزستان حکومت وايي، ۱۵۰۰ افغان قرغزیان چې د بدخشان په پامیر کې مېشت دي، قرغزستان ته لېږدوي او هلته به د ژوند امکانات ورته برابر کړي.
د قرغزستان د کار، ټولنیزو چارو او کډوالو وزیر خدایبېرګېن بازاربایف د جولای په ۱۵مه د دې هېواد په پلازمېنې بشکېک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پلان لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې په پامیر کې مېشت قرغز وګړي قرغزستان ته انتقال کړي.
هغه وویل، دوی پلان لري چې له ۲۰۲۲ کال نه تر ۲۰۲۴ کاله پورې په پامیر کې مېشتې ۴۰۰ قرغزي کورنۍ قرغزستان ته انتقال کړي او په دې خاطر بودیجه هم ځانګړې ده چې دوی ته د کورونو په جوړولو او د مېشتېدو په نورو چارو به مصرف شي.
د قرغزستان چارواکي وايي، په پامیر کې د مېشتو قرغزیانو ژوند ورځې تر بلې سختېږي او په افغانستان کې حاکمونو حکومتونو د دوی لپاره د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه دي برابرې کړي، ښوونځي او روغتونونه نه لري، ځکه دوی اوس پلان لري چې خپلو همژبو ته په قرغزستان کې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
په افغانستان کې د واکمن حکومت لخوا د نه پاملرنې او د قرغزستان حکومت له لوري د قرغزیانو د لېږد په اړه د طالبانو حکومت ویاندویانو انعام الله سمنګاني او احمدالله وثیق زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
د قرغزستان حکومت په۲۰۱۷ کال ۵۰ او په ۲۰۱۹ کال کې هم ۵۰ قرغزي کورنۍ له پامیر څخه قرغزستان ته انتقال کړې وې خو ویل کېږي، چې ځینې یې بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
په پامیر کې د مخابراتي شبکو د نه فعالېت له امله بریالي نه شو چې د قرغزستان د حکومت د پرېکړې په اړه د دې سېمې د اوسېدونکو نظر واخلو.
دغه شان هڅه مو وکړه، چې د قزغزستان په نارین کې هم د میشو پخوانیو افغان قرغزانو سره خبرې وکړو خو بریالي نه شوو.
مخکې بیا به پامیر کې یو شمېر مېشتو افغان قرغزانو ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی قرغزستان ته په تګ کې کومه ستونزه نه ویني، خو چې اقتصادي ستونزې ورپېښې نه شي.
خو یو شمېر نور بیا چې د قرغزستان په نارین کې مېشت وو، دوی ازادي راډیو ته ویلي وه، بله ستونزه نه لري، خو په لهجو کې ستونزه شته، ځکه افغان قرغزیان په خپله ژبه کې دري کلمې لري او د قرغزستان قرغریان روسي.
د ازادي راډيو د قرغزي سرویس د راپور پر بنسټ د پامیر د قرغزیانو د انتقال په اړه په قرغزستان کې دوه نظریې موجودې دي.
یو شمېر غواړي، چې د پامیر وګړي قرغرستان ته انتقال شي خو ځینې بیا په دې باور دي چې هملته په پامیر کې دې دوی ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې ده، چې تر دې مخکې یو شمېر هندوان او سېکان هم د هند حکومت لخوا له هغه وروسته یاد هېواد ته ولېږدول شول چې په کابل کې یې په عبادت ځایونو بریدونه وشول.
یو شمېر افغانان نورو هېوادونو ته د مذهبي او قومي لږه کیو د لېږد په اړه وايي، چې دوی یوازې نه ځي، بلکې د افغانستان د فرهنګي تنوع ښکلا هم له ځان سره وړي.