د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

ملګري ملتونه افغانستان کې د ۸ میلیارډه ډالرو په ارزښت د مرستې پروګرام پیلوي


د افغانستان له کورنیو بې ځایه شویو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا د مرستو وېش
د افغانستان له کورنیو بې ځایه شویو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا د مرستو وېش

په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي د هڅو په دوام ملګري ملتونه غواړي چې راتلونکی میلادي کال دغه هېواد کې د اته میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستې او خدمتونو برنامه پلې کړي.

والسټریت ژورنال ورځپاڼې ویلي، دا برنامه د ملګرو ملتونو د اوسني بشردوستانه ماموریت له پولو اوړي او تر ډېره به د حکومتي سیستم پر بیا ژوندي کولو او ټولنیزو خدمتونو ور ټوله وي.

دې ورځپاڼې ویلي، دا نوې برنامه په ښونځیو کې ماشومانو ته د خوړو په برابرولو، کاري فرصتونو او د افغانستان ګاونډیو ته د برېښنا په بدل کې د پيسو په ورکړې متمرکزه ده.

ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مرستیال او د بشري چارو د همغږي کوونکي رامز الاکبروف په حواله لیکلي:"یو انسان له یوې مړۍ ډوډۍ لږ زیات څه، درناوي او هیلې ته اړتیا لري."

اکبروف ویلي، نه غواړي د افغانستان د حکومت بدیل و اوسي، خو په خبره یې اړینه ده چې د هغو سیستمونو ملاتړ وشي چې په وسیله یې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کیږي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري چارو همغږی کوونکی رامز الاکبروف
د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري چارو همغږی کوونکی رامز الاکبروف

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیره انالینا بېرباک وایي، له نړیوالو شریکانو سره کار کوي چې افغانستان ته مرستې ورسېیږي او د انساني ناورین مخنیوی وشي.

مېرمن بېرباک د پنجشنبې په ورځ په برلین کې وویل، وړاندوینه کېږي چې په ژمي کې به ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري: "زموږ د سترګو په وړاندې افغانستان زموږ د عصر تر ټولې بدې انساني فاجعې خوا ته روان دی، لوړو اقتصادي سکتورونو سقوط کړی دی او ډېر خلک وږي دي. کله چې خبرېږي خلک له ناچارۍ خپل لورانې پلوري چې خواړه پرې واخلي، په سختۍ کولای شی چې دا وزغمي."

په افغانستان کې بې وزلي او اقتصادي ستونزې وروسته تر هغو زیاتې شوې چې طالبانو د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پخوانی نظام نسکور او واک ته ورسېدل.

له دې وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمني په امریکا کې کنګل شوه چې ورسره بانکي معاملې ټکنۍ، نغدې پيسې کمې، د افغانیو ارزښت کم او د توکو بیې لوړې شوې.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي د جرمني ډي.پې.اې خبري اژانس ته په یوه مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه ویلي، دی او د ناټو نور چارواکي د دغې ټلوالې له متحدانو غواړي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه موسسو په مټ مرستې ورسوي.

ملګروملتونو د روانې میلادي میاشتې په پيل کې له افغانستان سره په نوي کال کې د مرستې لپاره د نژدې څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه وکړه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې

اوس د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړې استازولۍ مرستیال رامز الاکبروف وایي، درې اعشاریه شپږ میلیارده نورو ډالرو ته هم اړتیا لري.

الاکبروف ویلي، دا مرستې به د دې لامل شي چې ښونځي او روغتونونه فعال پاتې شي او کار کوونکي یې معاشونه ترلاسه کړي.

د ده په خبره، د نوې برنامې په چوکاټ کې به له وړو سوداګریو او بزګرانو سره هم مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ درې اجازه لیکونه صادر کړل چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې برابرې شي.

XS
SM
MD
LG