د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

طالبانو د دوحې په راتلونکې درېیمه ناسته کې د ګډون اعلان وکړ


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د طالبانو حکومت د دوحې په راروانه ناسته کې چې د روانې جون میاشتې له ۳۰ مې د جولای تر لومړۍ نېټې به د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړه شي، د ګډون اعلان وکړ.

د طالبان د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ یو شمېر رسنیو سره خبرو کې ویلي، دوی د دې ناستې اجنډا څېړلې او پرېکړه یې کړې چې خپل پلاوی ور واستوي.

مجاهد وویل: "د افغانستان اسلامي امارت به انشاالله د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون ولري، هلته به د خپل موقف او د افغانستان له دریځه بحث او خبرې کوي او انشاالله دا ناسته به د افغانستان په ګټه وي."

د طالبان د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبان د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وایي، په نږدې راتلونکي کې به دوحې ناستې ته د دوی حکومت د پلاوي ترکیب هم اعلان شي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه په خپله ایکسپاڼه دا خبره کړې، خو ویلي، که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، د دوی په پرېکړه به هم اغېز کوي چې په ټکو یې، هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي.

له زده‌کړو ځینې محرومې نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د د دوحې ناسته او ورته نورې غونډې به تر هغه هیڅ ګټه ونه لري څو چې یې د دوی حقونه تامین کړي نه وي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: دا چې طالبان د دوحې په ناسته کې ګډون کوي نو مهمه ده چې د ښځو په حقونو باید بحث وشي او د دوی حقونه ورکړل شي.

د کابل ښار اوسېدونکې او د پوهنتون محصلې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دا چې طالبان د دوحې په ناسته کې ګډون کوي نو مهمه ده چې د ښځو په حقونو باید بحث وشي او د دوی حقونه ورکړل شي. معلوم‌داره ده چې له کلونو راهیسې له ښځو حقونه اخیستل شوي دي."

د ښځو د حقونو فعالې او د یوه انلاین خصوصي ښوونځي مشره فاطمه محمدي هم ورته غوښتنه مطرح کوي.

هغه وايي: "که ملګري ملتونه او هغه هېوادونه چې يه ملګرو ملتونو سازمان کې اغیزناکه دي، که دوی واقعاً په افغانستان کې له حاکمې ډلې غوښتنه وکړي چې ښځې د تعلیم او کار حق لري، نو مطمئناً چې (دا خبرې به) یوه پایله ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري طالبانو ته د رسمي بلنې ورکولو پرېکړې ته، په کور دننه او بهر د ښځو او بشري حقونو ګڼو فعالانو غبرګونونه ښودلي وو.

دوی ټینګار کړی و چې په دې ناسته کې باید ښځې او د دوی رښتینې استازي ګډون وکړي او په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د نقض او بندیزونو د لرې کولو پر سر خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دغه شان نږدې لس ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي وو چې د افغان ښځو حقونه دې د دوحې په درېیمې غونډې کې د ټولو موضوعاتو په سر کې وي.

دا نیوکې او اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو موضوع د بحثونو په سر کې وي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د تېر کال په مې او د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دوحې په لومړۍ او دوهمه ناسته کې د دوی د غوښتنو د نه پوره کېدو له امله ګډون نه و کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG