د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

چین او پاکستان: نړیواله ټولنه دې طالبان وهڅوي څو یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته کړي


د اسلام اباد پر یوه څنډه د پاکستان او چین بیرغونه
د اسلام اباد پر یوه څنډه د پاکستان او چین بیرغونه

چین او پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مثبت ملاتړ لپاره ګډې هڅې وکړي.

دواړو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیه کې، چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له‌خوا د جون په اتمه خپره شوې، له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د یوه ټولګډونه سیاسي چوکاټ د جوړولو لپاره دې د طالبانو حکومت وهڅوي.

دا اعلامیه چین ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د پنځه ورځني سفر په تړاو ورکړل شوې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دواړو لوریو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د بشري او اقتصادي ننګونو د حل په برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان موقت حکومت وهڅوي چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، د اعتدال پالیسي غوره کړي، له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي او له ترهګرۍ سره په کلکه مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي خاوره یې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي.

خو د طالبانو حکومت چارواکو په دې اړه په ځلونو ویلي چې د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي او د افغانستان خاوره به هم د هیڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

د چین او پاکستان په ګډه الامیه کې زیاته شوې دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا او د دې هېواد د باثباته پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د ادغام په برخه کې یې پر رغنده رول لوبولو موافقه وکړه.

چین او پاکستان له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې داسې مهال مطرح کړي چې ټاکل شوې د روانې جون میاشتې له ۳۰مې څخه د جولای میاشتۍ پورې د قطر پلازمېنه دوحه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.

د یادونې ده چې پرون د جون اتمه په تهران کې د افغانستان لپاره د تماس سیمه‌ییزې ډلې په دوهمه غونډه کې، چې د ایران، پاکستان، چین او روسیې هېوادونو استازو ګډون درلود د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه مطرح کړې ده.

ایراني رسنیو د راپور له مخې، علي باقري کني ویلي، که څه هم په دې برخه کې یو څه مثبت ګامونه پورته شوي، خو په خبره یې که د بېلابیلو قومونو او اقشارو خلک په حکومت کې شریک شي، په دغه هېواد کې به د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختیا زمینه برابره شي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم په همدې ورځ د یادې غونډې په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "که افغانستان وغواړي د هغو بحرانونو څخه د راوتلو لپاره چې نورو رامنځته کړي لارې چارې ومومي، باید د سیاست په برخه کې وشي کولای د صالح کسانو او بېلابېلو قشرونو څخه یو حکومت جوړ کړي."

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو اړوندې سپارښتنې د دې هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه بلکې د خیر غوښتنې یوه مشوره ده.

د نړۍ نورو بېلابېلو هیوادونو هم مخکې له طالبانو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د ازادي راډیو خبریال د ټولګډونه حکومت د جوړولو د تازه غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت وپوښت، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې تر دې بیا د دوی د حکومت بېلابېلو لوړپوړو چارواکو ادعا کړې چې حکومت یې ټول ګډونه دی او په کې د ټولو قومونو خلک حضور لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه څه کم درې کاله تېر شوي، خو هیڅ هېواد لا تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د یوه ټولګډونه حکومت جوړول او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون، بشري او د لږکیو او اقلیتونو حقونو ته درناوی او دغه شان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون له طالبانو د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG