د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب او د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار


د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو بیرغونه

د اسلامي همکارۍ سازمان د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب او په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار کړی.

د اسلامي همکارۍ سازمان د طالبانو له ‌حکومت د افغانانو، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ګډون د دوی د ټولو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۱۵مې غونډې په اعلامیه کې چې د ګامبیا په پلازمېنه بنجول کې پرون پای ته ورسېده، راغلي: "دوی د سوله‌ییز، باثباته او ټولشموله افغانستان څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د افغانانو پر وړاندې د بشري، حقوقي، امنیتي، نشه‌‌يي توکو، ترهګرۍ او نورو ټولنیزو ننګونو پر وړاندې په مبارزې ټینګار کوي."

د اسلامي همکارۍ سازمان د دې ستونزو د حل په برخه کې له طالب چارواکو سره د لا زیاتو اړیکو غوښتنه هم کړې ده.

د دې سازمان په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړېدو هم ټینګار شوی او زیاتوي، د دې ډول سیستم د رامنځته کېدو لپاره له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزې او د شته ننګونو د له‌منځه وړو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

د طالبانو حکومت د اسلامي همکارۍ سازمان په اعلامیه کې یادو شویو ټکو ته غبرګون نه‌ښودلی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې وايي چې د دغه وزارت د ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې د مشر عبدالقهار بلخي په مشرۍ د دوی یو پلاوي هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

عبدالقهار بلخي
عبدالقهار بلخي

طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټولګډونه دی او پر دې هم ټینګار کوي چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي دي.

خو یو شمېر افغان فعالانې بیا د طالبانو د حکومت دا اعاوې ردوي وايي، د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ګډون د دوی په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو په ډېر شمېر بندیزونه لګېدلي دي.

له دوی یوه صفیه عارفي ده چې وايي: "دا کړنې د بشریت ضد جنایت دی. موږ د ټولو هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوو چې دا ډول اعمال کوي. د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه او د ډیموکراسۍ پلوي هېوادونه باید په طالبانو فشار زیات کړي."

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د سوکالۍ او یووالي ټولنې مشرې مریم معروف بیا په وروستیو کې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه پرون په خپله ایکس‌پاڼه یوې خپره کړې ویډیو کې ویلي، نور باید خلک د طالبانو د کړنو پر ضد چپ پاتې نه‌شي.

مریم معروف وايي: له دې زیات نه‌باید نور د طالبانو د ظلم، استبداد، ځپونکو او غیراسلامي او انساني کړنو پر وړاندې چوپتیا غوره کړو.

هغه وايي: "د افغانستان خلک درک کوي چې زموږ چوپتیا او وېره د طالبانو لپاره لویه وسله ده. له دې زیات نه‌باید نور د طالبانو د ظلم، استبداد، ځپونکو او غیراسلامي او انساني کړنو پر وړاندې چوپتیا غوره کړو."

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت په دې باور دی چې افغانستان سم لور ته روان دی، هغه ادعا چې د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ننګولې ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د طالبانو حکومت د بندیزونو د پای لپاره کابل او کندهار ته هم څو ځل سفرونه کړي، خو لا یې غوښتنې نه‌دي منل شوي.

د دې سازمان له یوه پلاوي سره د طالبانو مشر ملاهبت‌الله هم له لیدنې انکار کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG