د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

اوتنبایووا: پر مدني ټولنې، سیاسي مخالفانو او رسنیو د طالبانو فشارونه دوام لري


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا وايي، په افغانستان کې لا هم سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، رسنۍ او سیاسي مخالفان له سخت فشار سره مخامخ دي.

اوتنبایووا له ځینو پرمختګونو سره سره په افغانستان کې د څو جدي ستونزو یادونه وکړه.

مېرمن اوتنبایووا تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره رابلل شوې وه، وویل، که څه هم په افغانستان کې سیاسي ثبات بهتره شوی، خو پر مدني ټولنې، سیاسي مخالفانو او رسنیو د طالبانو فشارونه دوام لري.

هغې وايي: "که څه هم ظاهراً سیاسي ثبات ساتل شوی، خو د داخلي مخالفت لپاره فضا تنګه ده. سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنې سازمانونه منع شوي، د هغو پېژندل شویو سیاسي شخصیتونو چې د طالبانو غړي نه دي پر فعالیتونو محدودیتونه په زیاتېدو دي. رسنۍ هم په دې برخه کې چې کوم راپورونه ورکړي، له محدودیتونو سره مخامخې دي. هغه ثبات چې د مخالفو نظرونو په ځپلو تړلی وي، خامخا نازک وي. زما له وروستۍ وینا راهیسې د اوسنیو حاکمانو د سیاستونو خلاف څو ولسي اعتراضونه شوي، په ځانګړي ډول د کوکنارو پر کښت د بندیز په ګډون د هغو سیاستونو خلاف چې د خلکو ژوند یې له فشار سره مخامخ کړی. دا نسبتاً نوې پدیده ده. په ځینو مواردو کې د اعتراضونو ځپلو لپاره د اوسنیو چارواکو د امنیتي ادارو سخت اقدامات، د خلکو د مړینې سبب شوي دي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې انځور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې انځور

د یوناما مشرې د دوحې په درېیمه غونډه کې چې د چنګاښ یا سرطان پر لسمه او یوولسمه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي، د طالبانو د ګډون د ژمنې هرکلی وکړ.

خو ګڼو مدني فعالانو، د بشري حقونو ډلو او د ښځو د حقونو فعالانو انتقاد کړی چې د دوحې درېیمې غونډې ته د مدني ټولنې او ښځو استازي نه دي بلل شوي.

په همدې لړ کې په جنیوا کې د دوشنبې په ورځ پر افغانستان د جنیوا څلورمه غونډه کېږي چې شاوخوا لس سیاسي، پوځي او مدني جریانونه په کې برخه اخلي.

دغو کسانو غوښتنه کړې چې د دوحې په درېیمه غونډه کې باید د مدني ټولنې، د طالبانو حکومت د سیاسي مخالفانو او ښځو استازي حضور ولري.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د مذاکرې وړ نه دي.

دغه بنسټ غوښتنه کړې چې د دوحې په درېیمه غونډه کې باید د دغو ښځو او نجونو غږونه واورېدل شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې، په هره سیاسي پروسه کې د ښځو د بشپړ ګډون غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازی نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازی نصیر احمد فایق

فایق وویل: "موږ (د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو) له ځانګړي راپور ورکوونکي سره خپل غږ ملګری کوو چې د جون میاشتې په راپور کې یې غوښتنه کړې وه چې دا باید یقیني شي چې افغان ښځې د دوحې پروسې په ګډون په ټولو سیاسي بحثونو کې شاملې وي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په خپلو پرونیو خبرو کې وویل، د دوحې درېیمه غونډه به د یوه نوي میکانیزم د ایجاد سبب شي چې له اوسنیو حاکمانو سره نورو سلامشورو ته لار پرانېزي.

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د نورو هېوادونو استازو پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه د اندېښنې وړ وبلل.

تر زرو زیاتې ورځې کېږي، طالبانو په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نورو زده کړو منع کړي، نجونې او ښځې د پوهنتون زده کړې هم نه‌شي کولی.

طالبانو په اکثرو ادارو، په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار هم منع کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG