د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ملګري ملتونه: طالبانو سره د دوحې ناسته کې د رسمیت پېژندل شوي حکومت په توګه چلند نه کېږي


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق

ملګري ملتونه وايي، د دوحې راتلونکې غونډه کې له طالبانو سره د افغانستان د په رسمیت پېژندل شوي حکومت په توګه نه، بلکې د دې هېواد د حاکمو چارواکو په توګه چلند کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ یوه بنسټیزه اندېښنه بولي او د افغان ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي.

د دې سازمان د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق سې شنبه ناوخته په یو خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د راپور د سپارښتنو په اړه چې جنسیتي اپارټایډ یا تبعیض دې د بشر ضد جرم په توګه وپېژندل شي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې په ټولنه کې د ښځو د برحقه رول درناوی وشي، لکه د ده په وینا چې د نړۍ په هره برخه کې چې ورته اړتیا ده، لیدل کېږي.

فرحان حق په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ یوه مهمه اندېښنه وبلله.

نوموړي دغه راز د دوحې په غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبانو سره په دې ناسته کې د افغانستان د په رسمیت پېژندل شوي حکومت په توګه نه، بلکې د حاکمو چارواکو په توګه چلند کوي.

هغه وویل: "موږ له هغوی (طالبانو) سره د حاکمو چارواکو په توګه چلند کوو، نه د افغانستان د یو په رسمیت پېژندل شوي حکومت په توګه."

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پرون سې شنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه ناسته کې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال سپارښتنه کړې وه چې طالبانو سره باید د یوه قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند ونه‎ شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

بېنېټ دغه ‎راز خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر او پراخ شوی دی.

هغه له عامه ژونده د ښځو حذف کول او له کار او زده‌کړو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشریت ضد جرمونه او جنسیتي تبعیض وباله.

د طالبانو حکومت د دوحې د راتلونکې ناستې په درشل کې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو، په ځانګړې توګه د ریچارډ بینېټ راپور د اذهانو د خرابېدو هڅه بولي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌‎الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ پر خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په یوه خپور کړي بیان کې وویل چې باید له دوی سره مثبت او رغنده تعامل وشي او د ده په وینا د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

په ورته وخت کې د بشري حقونو څار سازمان یا "هیومن رایټس واچ" د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کوي چې د افغان ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض د بشر ضد جرم په توګه د پېژندلو او په نورو برخو کې د بینېټ شپارښتنو ته جدي پام وکړي.

فطرت وايي: موږ د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو او بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې په ټولو بحثونو کې چې د افغانستان پورې اړه لري، د مختلفو افغان ښځو بشپړ، معنی لرونکی او خوندي ګډون یقیني کړي.

د دې سازمان څېړونکې سحر فطرت په یو وېډیو بیان کې چې د سې شنبې په ورځ د دې سازمان پر ټویټر خپور شوی، ویلي: "افغان ښځې د دوحې د راتلونکې درېیمې غونډې په شمول لا هم د ملګرو ملتونو له مهمو پروسو څخه بهر پاتې دي چې دا د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه‌‎‌لیک څرګند نقض دی. موږ د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو او بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې په ټولو بحثونو کې چې د افغانستان پورې اړه لري، د مختلفو افغان ښځو بشپړ، معنی لرونکی او خوندي ګډون یقیني کړي."

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه‎‌توب د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون په ۳۰ مه جوړه او د جولای تر لومړۍ دوام وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د کار او زده‌کړو په برخه کې په افغان ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دا محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له لوري سخت غندل شوي او د بېرته اخیستو غوښتنه‎یې شوې، خو د طالبانو حکومت نه‌‎یوازې په دې برخه کې نرمښت نه‌دی ښودلی بلکې د لګول شویو محدودیتونو په عملي کېدو یې لا ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG