د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶مه ناسته؛ د افغانستان پر بشري وضعیت هم بحث کوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له نن سه شنبې جون اتلسمې خپله ۵۶مه ناسته پيلوي چې د افغانستان پر بشري وضعیت هم په کې بحث کېږي.

دې ناستې ته به د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور هم وړاندې شي چې په‌کې پر طالبانو د ښځو د حقونو د نقض له امله کلکې نیوکې شوي دي.

په دغه راپور کې له تعلیم د افغان ښځو محرومیت، له کاره د هغوی راګرځول، روغتیا، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسي او ګڼې نورې بشري ناخوالې یادې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ دا راپور واردمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ویبپاڼه کې خپور شوی چې په‌کې طالبان د نجونو او ښځو انساني کرامت ته په سپکاوي، د هغوی د محرومیت او د هغوی په وړاندې په تبعیض او تفکیک تورن ګڼل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ

هغه په دغه ۲۱مخیز راپور کې د طالبانو د حکومت ټولې هغه کړنلارې او دریځونه ننګولي چې له امله یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

ریچارډ بینېټ طالبان تورن کړي چې د ښځو پر وړاندې یې د محدوونکو پالیسیو په لګولو سره د جنسیت له مخې د ظلم یو بنسټیز سیسټم رامنځته او عملي کړی دی.

بینېټ وړاندې په دغه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز د جبري ودونو، پر نجونو د ظلم او ستم د زیاتېدو پر هغوی د جنسي تېري او جنسي ځورونې پېښې زیاتې کړي او ورسره په نسلي لحاظ د افغانستان په ټولنه کې دا پدیده داسې ناوړه عواقب لري چې جبران به یې سخته وي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د ظلم او ستم پر وړاندې غږ پورته کړي او طالبانو دا کړنې د جنسیت پر اساس د انسان ضد جنایت په توګه وپېژني.

اخوا د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار د ریچارډ بینېټ له دغه تفصیلي راپور هرکلی کړی دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار

هیدربار ازادي راډیو ته وویل دولتونه کولای شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي ځکه افغانستان یې یوه برخه ده.

هغې همداراز وویل دولتونه کولای شي د ښځينه فعالانو د غږونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض جنسیتي تبعیض یا جندر اپارټایډ په توګه وپېژني.

هیدر بار بیا د دغه راپور له خپرېدو سره هممهاله د دوحې تر غونډې مخکې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو دریځ دوه ګونی وباله او نیوکه یې پرې وکړه.

هغې زیاته کړه: "موږ له ملګرو ملتونو د نه باور وړ متفاوت پیغامونه ترلاسه کوو. موږ د ډېر یوه خراب وضعیت په اړه د ځانګړي راپورتر دا راپور ترلاسه کړ. اخوا بیا د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیالې داسې ښکاره کړې چې ګواکې هر څه عادي دي او د بشري حقونو په اړه اندېښنه نه ده موجوده. امکان نه لري چې دا ټول په تېره بیا دا واقعیت چې له بشري حقونو ملاتړ د ملګرو ملتونو اصلي وظیفه ده سره ګډ کړو. هغوی باید د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې لا مسوولانه دریځ غوره کړي نسبت هغه څه ته چې د دوحې د غونډې په باب پېښېږي."

بار اندېښمنه ده چې د دوحې په غونډه کې ښځې ګډون نه کوي او ملګرو ملتونو د دې لپاره چې طالبان په ناسته کې د ګډون لپاره لېواله کړي د بشري حقونو موضوع له اجنډا څخه څنډې ته کړې ده.

ملګرو ملتونو سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي چې طالبان یې څنګه قانع کړي څو د دوحې په غونډه کې برخه واخلي، خو مخکې یې په وار وار ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه تامین کړي.

د پلازمېنې دوحې یوه څنډه. ټاکل شوې دغه دوحې درېیمه غونډه دغلته جوړه شي چې طالبانو په کې د ګډون پرېکړه هم کړې ده.
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه. ټاکل شوې دغه دوحې درېیمه غونډه دغلته جوړه شي چې طالبانو په کې د ګډون پرېکړه هم کړې ده.

طالبانو لا د دې راپور تر لیکلو پورې د ریچارډ بینېټ د دغه راپور په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی حکومت بیا مخکې اکثر هغه راپورونه رد او یا د افغانستان له واقعیتونو لرې بللي وو چې د طالبانو حکومت او چارواکي په‌کې د ښځو او بشري حقونو په نقض تورن پېژندل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG