د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبازې نړیواله ورځ؛ ځینې فعالان: افغان ماشومان له اساسي حقونو محروم شوي


ارشیف: د کندهار د خښتو یوه کارخونه کې ماشومان د کار پر مهال
ارشیف: د کندهار د خښتو یوه کارخونه کې ماشومان د کار پر مهال

نن د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ هر کال د کار نړیوال سازمان یا "آی‌ایل‌او" (ILO) په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو سره د ماشومانو د وضعیت او کار په اړه د پوهاوي لوړولو او د دې نړیوالې ستونزې د له منځه وړلو د هڅو په هدف نمانځي.

دغه سازمان د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، ماشومان باید زده‌کړې او لوبې وکړي، تجربې تر لاسه کړي او نوښتونه رامځته کړي، همدارنګه د ماشومانو کار ته باید پای ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله سلګونه زره نجونې تر شپږم ټولګیو پورته له زده‌کړو بې برخې شوي او زرګونه نور ماشومان د سختې بېوزلۍ او د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله له زده‌کړو بې برخې او سختو او درنو کارونو کولو ته مجبوره شوي دي.

ارشیف: د کندهار په یوه څنډه کې یو ماشوم د خښتو څمولو پر مهال لیدل کېږي.
ارشیف: د کندهار په یوه څنډه کې یو ماشوم د خښتو څمولو پر مهال لیدل کېږي.

یوولس کلن قادر، د کابل ښار سرای شمالي سیمه کې د لیني موټرو په تم ځای کې کار کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "شپږ بجې له خوب راپاڅېږم او تر دولس بجو کار کوم، بیا ښوونځي ته ځم او له ښوونځي وروسته د شپې تر نهو بجو کار کوم، له ښوونځي مخکې سل افغانۍ ګټم."

یو بل افغان ماشوم احمد هم، چې یوولس کلن دی، وایي چې د تخار ولایت په بازار کې پلاستیکونه پلوري.

دی وایي، مجبوره دی چې له سهاره تر شپې کار وکړي او خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

احمد ازادي راډیو وویل: "زه یوولس کلن یم، ښوونځي ته نه ځم، پلار مې مړ شوی، زه د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکی یم، مور مې په تېر دولت کې دنده درلوده او اوس وزګاره ده، ورور مې ناروغ دی. زه غواړم چې له موږ سره مرسته وشي چې د ورور درملنه مې وشي او زه هم ښوونځي ته ولاړ شم."

یوازې احمد نه دی، بلکې زرګونه نور ماشومان هم په ورته شرایطو کې ژوند کوي.

دا ماشومان په ورکشاپونو، سړکونو او ان درانه او سخت کارونه کوي چې له خپلو اساسي او لومړنیو حقونو لکه د زده‌کړو او لوبې کولو له حقه بې برخې شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې صفا چې مېړه مړ شوی ازادي راډیو ته یې وویل، مجبوره ده چې خپل ۱۲ کلن زوی د کار لپاره بهر ولېږدوي.

هغه وايي: "زوی مې دولس کلن دی، ناروغ هم دی، پښتورګې یې درد کوي، دی موټرو ته سپرلۍ پیدا کوي، طالبان هغه ماشومان چې بهر کار کوي نه یې پرېږدي چې موټر ته سپرلۍ پیدا کړي، د سپرلۍ پر سر ۱۰ افغانۍ اخلي نو په ورځ کې له ۵ تر شپږو موټر ته کار کوي."

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې مینا وایي، سره له دې چې زامن یې ښوونځیو ته د تګ لېواله دي، خو مجبوره ده چې پر هغوی کار وکړي.

هغې وویل: "ښوونځيو ته لېواتیا شته، خو پیسې یې نه‌شته، نه پوشاک لري نه څښکاک لري، خو ډېر غواړي چې درس ووایي."

د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کورنیو د ښځینه سرپرستانو د خوړ د نه دخوندیتوب په اړه په خپل یو راپور کې ویلي وو چې اوسنی حالت په دغو کورنیو کې له وخت وړاندې د نجونو د ودونو او د ماشومانو د کار کولو لامل شوی دی.

په ورته وخت کې د ماشومانو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې په دې هېواد کې د ماشومانو وضعیت خورا کړکېچن دی.

د دوی په باور، د اوسنيو اقتصادي او ټولنيزو شرايطو له امله ډېر ماشومان ښوونځي ته د تلو پر ځای سختو کارونو ته اړ کېږي چې د زده‌کړې او ماشومتوب اساسي حق ترې اخلي.

ببرک‌زی وايي: کله چې مور او پلار کار ولري، دوی به کار ته د خپلو ماشومانو استولو ته حاضر نه شي.

د ماشومانو د حقونو فعال او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د څانګې پخواني مشر نجیب الله ځدراڼ ببرک زي ازادي راډيو ته وویل: "په دې برخه کې باید تدابیر ونیول شي، کاري چاپېریال دې رامنځته شي. کله چې مور او پلار کار ولري، دوی به کار ته د خپلو ماشومانو استولو ته حاضر نه شي او د دې تر څنګ باید عامه پوهاوی ورکړل شي چې د ماشومانو کار بدې روحي او فزیکې پایلې لري چې کېدای شي له ماشومانو ناوړه ګټه واخیستل وشي."

دی له نړيوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو غواړي چې د دغو ماشومانو د حالت د ښه‌والي لپاره لا زياتې مرستې وکړي او زده‌کړو ته د هغوى د راستنېدو لپاره عملي حل لارې چارې وړاندې کړي.

د ماشومانو د کار او د هغوی د پالنې په اړه مو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي تر څو د کارګرو ماشومانو حالت وڅېړي او د دوی د کار د ختمولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

دا ورځ په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې د کار نړیوال سازمان له‌خوا ونومول شوه.

سږ کال د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې شعار دا دی چې "راځئ خپلې ژمنې پوره کړو او د ماشومانو کار پای ته ورسوو."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG